نړۍ

امريكا د افغانستان او پاکستان سره خپله غونډه وځنډوله

karzai-obama-zardariنن ټکی آسیا: د امریکا د حکومت ویاند پلیپ کراولي پرون په خپله یوه وینا کې ویلي چې د رواني میاشتي په اخیر کې چې کومه غونډه د پاکستان، افغانستان او امریکا تر منځ کیدله، د امریکا له خوا وځنډول شوه.
دغه غونډه چې له ډېره وخته ورته ترتیب نیول شوی وو، ګمان کیده چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو ټینګولو او په افغانستان کې د طالبانو د وسلوال مقاومت په اړه به په کښي خبري کيدې..
امریکا دغه غونډه تر یو نامعلوم مدت پوري ځنډولي، او پلیپ کراولي په خپله وینا کې دا هم وویله چې د ځنډ سبب د پاکستان او امریکا ترمنځ په پاکستان کې د امریکا د سفارت کار کوونکي لانجه نه ده..
مګر داسي مالومیږي چې همدا وجه ده.
څو ورځي مخکې د امریکا په سفارت کې یوه غیر سفارتي کس دوه پاکستانیان په عام بازار کې په خپله اسلحه ویشتلي وه.
دغ کس چې اوس په پاکستان کې په یوه جیل کې دی، امریکایان ادعا کوي چې دا یو سفارتي شخص دی، او باید د سفیرانو د قانون سره سم په پاکستان کې هیڅ محاسبه ورسره ونه شي، مګر پاکستان وایي چې دا کس نه سفارتي ویزه لري او نه د سفارت یو مهم غړی دی.
ویل کیږي چې د پاکستان پخوانۍ وزیري خارجه شاه محمود قریشي هم له همدې وجې د وزارت څخه ګوښه کړه شوی ځکه چې نومړي د پيښي وروسته دغه کس د سفارتي وګړي په حیث د منلو څخه انکار وکړی.
پرون د پاکستان وزیري داخله رحمن ملک هم ویلي چې که دا کس سفارتي کارکوونکی هم وي، اجازه نه لري چې اسلحه د ځان سره وګرځوي، ده زیاته کړه چې په دغه اړه ټولو سفارتو ته مخکې لا لیک استول سوی دی..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x