افغانستان

افغانستان عراق نه دی

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۷مه ۱۳۹۳ل): له کومې ورځې چې په عراق کې د اسلامي دولت په نامه اسلام پاله سخت دریځه ډله په عراق او سوریا کې بی ساری پرمختګ کړی، له هغه راهیسې په امریکا کې د اوباما هغه استراتیژي چې په  ۲۰۱۶ز کال کې د افغانستان څخه خپل پوځونه په بشپړه توګه باسي، د سیاسي او پوځي څیړونکو او جنرالانو تر سختو انتقاداتو لاندې ده، او تکراراً دا سوال را پورته کیږي چې ایا افغانستان به دوهم عراق نه شي؟

همدې بحثونو ته د ځواب ورکولو په خاطر څو ورځي وړاندي د امریکا ولس مشر باراک اوباما ویلي وه چې دی په افغانستان کې خپل په پلان باندي اوس هم ټینګار کوي، او هغه پلان ته ژمن دی، یعنې په ۲۰۱۶ز کال به خپل ټول پوځ وباسي، او د افغانستان سره به ددوی اړیکي یوازي تر سفارته پورې محدودې وي، او د همدې سفارت د ساتنې لپاره به یو شمېر پوځ دننه په سفارت کې میشت وي.

د بلومبرګ بزنیس ویک په نامه امریکايي ویب پاڼې همدې سوالونو ته د ځواب ورکولو په خاطر ویلي چې عراق افغانستان نه دی، او زیاته کړې چې د خپل منځي جګړې کوم عوامل چې په عراق کې موندل کیږي، هغه په افغانستان کې نه موندل کیږي، په ځانګړي ډول د شیعه او سني مذهب تر منځ جګړه او اختلاف په افغانستان کې د نیشت برابر دی، او همداسې په افغانستان کې د پټرولو ذخایر نشته چې په سر یی د عراق په څېر جګړه وشي، په افغانستان کې مختلف قومونه میشت دي، او پښتون قوم تر ټولو زیات دی، او دا نور قومونه خپلي معلومي سیمي لري چې هلته بیا دوی اکثریت دي.

د بزنیس ویک ویب پاڼه زیاتوي چې د عراق وسلوالې اسلامي جهادي ډله په ښکاره وایي چي هغوی په غربي نړۍ کې د پوځي عملیاتو پلانونه لري، او همداسې په سیمه کې د لویدیځوالو ګټو  ته ګواښ جوړوي، په داسي حال کې چې د افغانستان د اوسني دولت مخالفین داسي هیڅ عزایم نه لري، ځکه نو امریکا ته په کار ده چې یوازي همدا خبره یقیني کړي چې افغانستان به د لویدیځې نړۍ پر ضد د پخوا په څیر نه کارول کیږي، نور باید امریکا د افغانستان په خپل منځي او قومي شخړو کې پوځي مداخله ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x