نن په انځورونو کينړۍ

اسلامي دولت تر ۲۵۰ زیات سوري عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۷مه ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت وايي چې دوی د سوریې په شمال رقه ولایت کې د بشار الاسد تر ۲۵۰ زیات عسکر وژلي.

د اسلامي دولت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عسکر یې د طبقې هوايي ډګر په جګړه کې نیولي. د دوی په وینا دوی غوښتل له سیمې وتښتي خو دوی يې په نیولو بریالي شول.

اسلامي دولت تېره ورځ د طبقې ستر پوځي هوايي ډګر ونیو او په دې سره یې د رقه ولایت په بشپړه توګه تر ولکې لاندې راوست.

سرچینې وايي، چې اسلامي دولت دغه عسکر د رقة او حماة تر منځ په صحرا کې نیولي.

په وروستیو نښتو کې د الاسد د۸۰۰ ځواکونو د وژنې اټکل کیږي؛ خو اسلامي دولت په دې نښتو کې د یوازې ۴۰۰ تنو وژنې تاییدوي.

د الجزیره عربي تلویزوني کانال د راپور له مخې تر دې مهاله لا دقیقه نه ده څرګنده چې په دغه جګړه کې څومره عسکر وژل شوي، ځکه د بشار الاسد رسمي سرچېنې د وژنو شمېرې پټوي او اسلامي دولت رسنۍ نه پریږدي چې دغو سیمو ته لاړې شي.

طبقه؛ له وسلو مالا مال هوايي ډګر

اسلامي دولت وايي چې د یوې اونۍ پرلپسې جګړې وروسته دوی وتوانېدل ؛څو د رقې ولایت وروستۍ پوځي هوايي ډګر ونیسي.

دوی چې ددغه هوايي ډګر یو شمېر انځورونه خپاره کړي، وايي چې لسګونو ۵۷ ډوله توپونه د دوی لاسونو ته ورغلي دي.

همدا راز سلګونه ټانګونه، مزایل، دشکې، زیګویکې، تمانچې، کلاشنکوفونه یې له نیولي.

اسلامي دولت وايي چې هغه جنګي جیټ الوتکې او ددې مزایل هم د دوی لاسونو ته ورغلي چې په دوی یې بمبارۍ کولې.

طبقه هوايي ډګر په سوریه کې له سترو پوځي اډو حسابېږي. په رقه ولایت کې دغه یواځېنۍ هوايي اډه وه چې د بشار الاسد ځواکونه په کې پراته ول.

دا هم د طبقې هوايي ډګر څو انځورونه چې اسلامي دولت نیولې او شته وسلې یې «غنیمت» کړي.
57 57_-_2

96
اسلامي دولت د بشار الاسد عسکر وژني

 

92
د بشار الاسد عسکر د اسلامي دولت په ولکه کې

58

59 60 124

125 126 127 128 129 131 132 133 135 136 137 138 139

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close