نړۍ

حسني مبارک ژوند لیک

husni_mubarakد مصر ولسمشر محمد حسني مبارک د تېرې جمعې پر ورځ له ۱۸ ورځو لاریونونو وروسته له واکه لیرې کېدو ته اړ شو .
حسني مبارک نژدې ۳۰ کاله پر مصر واکمني وکړه، چې دا په دغه هېواد کې تر ټولو ډېره واکمني ده او په ۱۹۵۲ کال د شاهي نظام دوران له منځه ولاړ .
حسني مبارک د ۱۹۲۸ د مۍ پر څلورمه د مصر د ‘المنوفیة’ ولایت په ‘کفر المصیلحة’ کلي کې، چې د قاهرې شمال دلتا سیمه بلل کېږي، نړۍ ته سترګې وغړولې .
تر لومړنیو زده کړو وروسته د مصر په حربي اکاډيمۍ کې شامل شو، په ۱۹۴۸ کال په پوځي ډګر کې یې د لېسانس تر لاسه کولو وروسته په ۱۹۵۰ کال د هوايي ځواک له اکاډيمۍ فارغ شو .
په ۱۹۶۴ کال پوځي قومنداني وروسپارل شوه او د قاهرې په لوېديځ کې د هوايي ځواکونو د یوه کنډک مشر شو .
حسني مبارک لوړې زده کړې د شوروي اتحاد په “فرونز” پوځي اکاديمۍ کې ترسره کړې، او د ۱۹۶۷ په نومبر کې د مصر د پوځي ځواکونو د مشرتابه له خوا د هوايي ځواک مدیر وټاکل شو .
په ۱۹۷۲ کې مرستیال دفاع وزیر، د هوايي ځواکونو قومندان او لوی درستیز وټاکل شو.
او په ۱۹۷۳ کې یې د مصري ځواکونو له خوا د اکتوبر د ۶ مې په جګړه کې پر اسراییلو د برید د پلان جوړوونکې ډلې غړی شو، همدا وو چې د سیناء ټاپو یې ونیو، تر سویس کانال ورتېر شو چې په دې سره یو ملي اتل وبلل شو .
په بله جګړه کې حسني مبارک د مصر د مخکني ولسمشر انور سادات له خوا په ۱۹۷۵ کال د هغه د مرستیال په توګه وټاکل شو .
له اسراییلو سره د خبرو لپاره د مبارک دريځ ډېر مثبت و، همدا وو چې په ۱۹۷۸ کال د کامب ډېوېډ پرېکړې او د سولې معاهدې ته ورسېد، چې په ۱۹۷۹ کال لاسلیک شوه، او په دغه هېواد کې د اسلام پالو ډلو له خوا پر مصر له خپل دريځه د تېرېدو نیوکه هم وشوه .
پر ولسمشر برید
مخکنی ولسمشر انور سادات د ۱۹۸۱ د اکتوبر پر شپږمه د یوه عسکري پرېډ پرمهال ووژل شو، حسني مبارک یې ترڅنګ ناست، پر دواړو برید وشو، خو حسني مبارک ترې روغ رمټ ووت .
او د۱۹۸۱ د اکتوبر پر ۱۴مه، محمد حسني مبارک د هېواد د ولسمشرۍ لوړه وکړه .
هغه د ۱۹۸۷، ۱۹۹۳ او ۱۹۹۹ کلونو په ټولپوښتنې کې د هېواد ولسمشر شو .
او په ۲۰۰۵ کال، مبارک د اساسي قانون پر بدلون مخ راواړاوه، همدا وو چې د نورو ګوندونو د کاندیدېدو لپاره یې دروازه پرانیسته، خو ولسمشر به په ښکاره ټاکنې کولې او په پټه به یې له ګوندونو او مشرانو سره سازشونه کول .
حسني مبارک هم د مصر د مخکنیو ولسمشرانو په څېر پوځي شالید لري، خو هومره شخصي جذابیت نه لري، لکه د مصر مخکنیو دوو ولسمشرانو جمال عبدالناصر او انور سادات چې درلود .
شخصي ژوند
مبارک د خپل ژوند په اړه د ډېرو خبرو په کولو مشهور دی، هغه له یوې مصرۍ ښځې (سوزان) سره، چې له آره برتانوۍ ده، واده کړی او لاهم برتانوي جنسیت لري؛ ځکه چې پلار یې ‘ویلز’ یو برتانوی وګړی و، سوزان په امریکايي پوهنتون کې زده کړې کړې دي .
د مبارک په اړه ویل کېږي چې سهار وختې پاڅېږي او د یوه ساعت لپاره د سکواش لوبه کوي .
حسني مبارک په ۲۰۰۴ کال جرمني ته د ورپېښې ناروغۍ له امله تللی و .
او د ۲۰۲۰ په مارچ کې مبارک د هایدلبرګ پوهنتون کې جراحي وکړه .
مبارک دوه زامن لري، ۴۹ کلن علاء له سیاسي ډګره لیرې پاتې شوی، او ویل کېږي چې د مصر له لویو سوداګرو او پانګه والو څخه دی، او ۴۷ کلن جمال مبارک بیا له خپل پلار سره په سیاسي چارو کې بوخت و، چې د مصر د ملي دیموکرات ګوند د سیاستونو د جوړولو د جرګه ګۍ مشر هم و .

ژباړه: هدایت الله همیم

کابل

بی بی سی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x