خبرونهنړۍ

د غزې جګړې اسراییل له اقتصادي بحران سره مخ کړي

یوې اسراییلۍ ورځپاڼې لیکلي چې پر غزې د «۵۱» ورځني جنګ په پایله کې د اسراییلو سیاحتي سکتور ته «۶۵۰» میلیونه ډالره زیان اوښتی.

د «ده مارکر» په نامه ورځپاڼه چې د اسراییلو اړوند اقتصادي راپورونه خپروي، وايي چې د یادې جګړې له امله اسراییلو ته تلونکي او راتلونکي ګڼ شمیر سیاحتي پروازونه معطل شوي او ویره ده چې دغه حالت تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې دوام وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې دا یوازې سیاحتي سکتور نه دی چې اقتصادي ضربه ویني، بلکې د ژوند نورو برخو ته هم په سلګونو میلیونه ډالرو تاوان رسیدلی، د کرهڼې او زراعت بخش تر «۷۰» میلیونه ډالرو پورې زیان لیدلی.

د ورځپاڼې په وینا، څرنګه چې د جګړې له ډاره کاریګر او مزدوران له کورونو بیرون نه شول راوتلی؛ د اسراییلو صنعت د «۳۶۰» میلیونه ډالرو په ارزښت ضربه لیدلې، او سوداګریز مرکزونه د توکو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې پر غزې د اسراییلو ناکام برید صهیونستي رژیم له سختو داخلي نیوکو او انتقادونو سره مخ کړی، او د دغه رژیم پر وړاندې يې د پوځي او ملکي وګړو قهر او غصې راپارولي.

د ستراتیژیکو چارو یو اسراییلي کارپوه «بن کاسبیت» په «معاریف» ورځپاڼه کې د نتنیاهو د حکومت په اړه د قهر او غصې څخه ډکه یوه مقاله خپره کړې او ویلي يې دي چې د اسراییلو د پوځي، استخباراتي او دفاعي ځواک له امله طمع وه چې اسراییل به حماس ته شکست ورکړي، خو د نوموړي په وینا، خبره سرچپه شوه، اسراییلو ماتې وخوړه او حماس بریالی شو.

دغه اسراییلي کار پوه زیاتوي چې د اسراییلو پوځ له سختو فشارونو لاندې دی، صهیونیستي دولت د پوځ له لوړپوړو جنرالانو څخه غوښتنه کړې چې په رسنیو کې د نتیاهو ملاتړ وکړي او له فلسطینیانو سره وروستی جوړجاړی د اسراییلو په بري او کامیابۍ تعبیر کړي، خو پوځ د دې غوښتنې له منلو څخه ډډه کړې.

بن کاسبیت د اسراییلو لومړي وزیر «نتنیاهو» ته په خطاب کې د نوموړي هغه لافې او وعدې وریادوي چې د حماس د شکست او د اسراییلو د دفاعي سیستم د ځواکمن توب په اړه به یې کولې، او بیا د حماس وروستۍ بریا او د اسراییلو ناکام برید ته په اشارې وايي:

«ایا سپین سترګي هم کوم حد لري او که نه؟».

یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې د اسراییلو د مالي او اقتصادي زیانونو اصلي کچه تر هغې څو چنده زیاته ده چې په رسمي احصائیو کې اعلانیږي.

اسراییلي سرچینې وايي چې عامو اسراییلي وګړو د خپل حکومت پر ضد سلګونه دوسیې ثبت کړي او له حکومت څخه غواړي د جګړې په پایله کې دوی ته د رسیدلو تلفاتو مالي معاوضه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x