عيسويت وپيژنئ (۶)

لیکوال: فضلي (پکتياوال)

له وينو ډک کور کليسا

د يولسم ستمبر د پنځمې کليزی په مناسبت د عيسويانو شپا ړسم پاپ ( بنديکت) کوم چې په ټوله نړۍ کې د کاتولکيانو مشر دی، د المان په يوه پوهنتون کې د(ايمان ، عقل او ټولنې) تر عنوان لاندې وينا کوله، نوموړي د اسلام او د اسلام ستر لارښود حضرت محمد r په وړاندې لويه ګستاخي وکړه، اسلام او محمد r يې داسې وښودل چې ګوا کې دې نړۍ ته يې له زور، زيا تي او وژنې پرته نور څه نه دي راوړي، مونږ دغه موضوع په خپله د مسيحي پوهانو له نظره څيړو چې نړۍ ته کرکه ، نفرت ، وژنه، ظلم، زور او زياتی چا راوړي دي؟ د يوه مصري مسيحي عالم ډاکټر نبيل لوقاد له لوري (داسلام خپراوى حقيقت که افتراء) ترعنوان لاندې يوه څيړنه خپره شوې، نوموړى په دې څيړنه کې وايي اسلام يو آسماني دين دى او د ځينو پيروانو ناسم کارونه يې د اسلامي لارښودنو سره هيڅ اړيکې نلري، لکه څنګه چې د مسيحيت د هغه لارښودنو چې مينې، محبت او سولې ته خلک را بولي او د ځينو مسيحيانو د وژنې، وينې تويونې، ظلم او زياتي ترمينځ ډير ستر تناقض موجود دى، تاريخ پدې گواه دى چې په کال ( ۲۴۸) ميلادي کې کله چې امپراتور د قلايا نوس واک په لاس کې ونيو د کاتوليک فرقې مسيحيانو په مصر کې د ارتودکس فرقې د مسيحيانو په مقابل کې راپورته شول، هغوی يې ووژل، ژوندي يې په اورکې واچول، چې پدې وخت کې د يو ميليون په شا خوا کې د ارتودکس فرقې مسيحيان ووژل شول، داپيښه مسيحيان ولې هيروي؟ پداسې حال کې چې د مصر قبطي کليسا دا ورځ د شهيدانو د ورځې په نوم پيژني.

که د مسلمانانو واکمنۍ ته وګورو نو هلته به د نرمۍ او د عقيدې د آزادۍ څخه ټول خلک بر خمن وي او حتى چې مسيحي قوانين به هم آزاد وي چې د اټول دا راښيي چې اسلام حتماً د تورې په زور ندى خپور شوى، لکه څرنګه چې ځينې خلک ګمان کوي، ډاکټر نبيل (لوقا) پوښتنه کوي ځينې وړې پيښې چې د ځينو مسلمانانو له خوا تر سره شوې دي ډيرې لوی ښودل کيږي، پداسي حال کې چې د ځينو مسيحيانو په لاسونو د وينو له تويولو، وژنو ، جرمونو او ظلمونو څخه بيا سترګې پټيږي، دی وايي زه په ډير ټينګار سره دا وايم چې تاريخ له مسلمانانو څخه ښه د رحم خاوندان بلڅوک نه دي ليدلي او دا يو حقيقت دى.

. مسيحي تاريخ پوه ((فيدهام)) وايي ، مسيحيان چيرته وو چې کله په کال(٢٤\٨\١٥٧٢م)کې کاتوليکو مسيحيانو د لس ګونه زرو پروتستانت مسيحيانو وينې دپاريس په لارو، کوڅو او سرکونو کې وبيولې؟ او مسيحيانو ولې دا هير کړيدي کله چې په کال ١٠٥٢ م کې د کليسا محکمې امر صادر کړ چې د اشبيليې څخه دې هغه مسلمانان چې مسيحيت يې نه وي قبول کړى وشړل شي او ودې وژل شي، په خپله د مسيحيانو تر مينځ جنگونه د لويو لويو فجائعو څخه ډک دي، دا ځکه چې ديني خلکو ورته لمن وهله او په اور باندې يې تيل اړول.

يو بل تاريخ پوه (وليم جايس) وايي، نړۍ پخوا مذهبي ا و ديني تعصب او زور زياتى بيخي نه پيژاند، د اول ځل لپاره مسيحيانو خپل پيروان دى کار ته را وبلل، د تفتيش محکمې چې په کال ١٤٨١م کې جوړې شوې له دری لکو او څلويښت زرو څخه زيات خلک يې ووژل او په زرگونه انسانان يې ژوندي وسوځول، دا مونږ هيڅکله هيرولى نه شو.

بريفوليت وايي، تاريخ پوهان د هغه انسانانو شمير له پنځلس ميليون څخه زيات ښيي چې مسيحيانو په اروپا کې وژلي ؤ، حناالنقيوسى په خپل کتاب (د مصر تاريخ) کې يادونه کړيده ! د قسطنطين روماني امپراطور د واکمنۍ په اوږدو کي ٢٧٤ م څخه تر ٣٣٧ م پورې د مصريانو عبادت ځايونه ړنگ کړل، کتابتونونه يې وسوځول شول او پوهان يې ووژلی شول، د مصر د کليسا مذهبي مشر تيو فيلوس د کال ٣٨٥م څخه ٤١٢م پورى د وثنيانو په خلاف د ظلم او زياتي ﻻرښوونه او قيادت کاوه، چې د هغوی د اسکندريې مدرسه او کتابتونونه يې ويجاړ کړل، عبادت ځايونه يې له منځه ﻻړل او د فلکياتو او رياضي علومو لوی پوهاند (اناتيه ) يې د سوځولو په نتيجه کې ووژلی شو، هغو کسانو ته چې د اسلام په اړه وايي چې د تورې په زور خپور شويدى، مونږ د ځينو مسيحي علماو اعترافات رانقلوو.

مسيحى عالم او تاريخ پوه فيليب فارج او يوسف کرباج د خپل کتاب (المسيحيون فى التاريخ اﻻسلامى العربى و التر کى) په ٢٥-٤٦-٤٧ صفحو کې ليکلي، د حضرت معاويه t د خلافت په دوران کې د يهودو او مسيحيانو شمير په مصرکې پينځه ويشت لکو وگړو ته رسيد، چې نيمه پيړۍ وروسته د هارون الرشيد په وخت کې له د غه شمير څخه د اسلام د عدالت او نرمۍ په نتيجه کې نيمائى مسلمانان شوي ؤ.

د هغو تاريخ پوهانو او مستشرقينو ويناوې چې صليبي جنگونه ئى ليدلي او ملگرتيايې ورسره کړې وه :!

مستشرق او تاريخ پوه(سيرتوماس ارنولد) په خپل کتاب (الدعوة الى الاسلام) کې ليکلي دي، غير مسلمانانو د اسلامي واکمنۍ تر سيوري ﻻندې دومره هوسا او ارام ژوند تير کړيدى چې په اروپا کې د هغه مثال او نمونه نه ليدل کيږي، که څه هم ځينی تيري به پر مسحيانو باندې په کُلي سطحه شوي وي، خو هغه د حکومت پاليسي نه وه، يو بل نصراني عالم اوتاريخ پوه کتانين وائى، کله چې د عيسى u ﻻرښوونې د ډيرو ﻻس وهنو له امله داسې د شک او شبهاتو ﻻندې راغلې چې خلک نور مايوس شول، نو اسلام خلکو ته روښانه عقيده وړاندې کړه چې هيڅ ډول شک او شبهه پکې نه وه، ددې له امله د ختيځ ډيرو نصرانيانو اسلام ومانه او مسيحيت يې پريښود.

تاريخ پوهان وايي د ځينو اسلامي واکمنانو د واکمنۍ په دوران کې که له مسحيانو سره ظلم او زياتى شوى وي هغوى په دې مظلوميت کې يواځې نه ؤ، بلکه په همغه اندازه له مسلمانانو سره هم ظلم شويدى، لکه د متوکل د واکمنۍ په وخت کې، همدغه راز په ځينو اسلامي حکومتونو کې که نصرانيانو په لوړو چوکيو او منصبونو باندې کار کاوه چې دوى هم دمنصب نه په استفادې سره ظلم او زياتى کاوه چې بيا ور څخه انتقام اخيستل کيده او همدارنگه ځينو بهرنيو هيوادونو هغه غير مسلم اقليتونه دمسلمانانو په خلاف راپارول چې په اسلامي هيوادونو کې يې ژوند کاوه، نو بيا طبعاً يوڅه ځپل کيدل، چې دا هم د خارجي ﻻس وهنې له امله دوی ورسره مخامخ وو.

يو بل تاريخ پوه جبرتي وايي، د شام نصرانيانو د مسلمانانو په خلاف د هلاکو سره مرسته کړې وه، شراب يې پر مسلمانانو او په مساجدو کې وشيندل، جماتونه يې ويجاړ کړل او همدارنگه يې د (نابليون يونابرت) سره د مسلمانانو په خلاف همکاري کړې وه او په مصر کې يې د مسلمانانو د له منځه وړلو په اړه د ناپيليون څخه موافقه ترﻻسه کړې وه (ستيفا نوري فريس) په خپل کتاب ( القانون الدستورى) په ١٣٥-١٤٨-١٥٧ صفحو کې هغه قوانين ذکر کړيدي چې تطبيق او نافذ ؤ، دلته په ۴۶ ماده کې راغلي هر چا چې مسلمان پداسې حال کې وليد چې روژه يې نيولې و‌ي، د مسيحيت له ﻻرښوونو سره سم خوراک نه کوي، د خنزير غوښه نه خوري ، د لمانځه څخه مخکې غسل کوي او يا هم د يني شعائر تر سره کوي نو پوليسو ته دې خبر ورکړي چې وروسته به بيا د دغه مسلمان د مال يوه برخه ده ته د انعام په ډول ورکول کيږي، اوه څلويښتمه (۴۷) ماده يې بيا دا وه چې د هر مسلمان کلى او قريه به يوه کليسا جوړوي او هغې ته به خپل ټيکس ورکوي، کله چې د کليسا د جوړولو کار پاى ته ورسيږي نو د نوموړي کلي نيم مسلمانان به دغه کلى پريږدي او بل ځای ته به ځي او پاتې نيمايي به له زمونږ سره د مسيحيت په عقيده کې شريک ژوند کوي او په کليسا کې به زمونږ په څير عبادت کوي، اته څلويښتمه (۴۸) ماده، هيڅ مسلمان ته اجازه نشته چې خپله لور مسلمان ته په نکاح ورکړي، د هغه نکاح به حتماً له مسيحي سره کوي، نهه څلويښتمه (۴۹) ماده، که څوک د مسلمان ليدو ته ورشي او يا مسلمان بل څوک د ليدو لپاره را وبولي نو دواړه، ميلمه او کوربه به د خنزير غوښه حتماً خوري.

هريوستيفن انسيمان ، ګوستالوبون ، روبرت او ابوس په خپلو کتابونو کې ويلي دي، کله چې زموږ قوم پر بيت المقدس باندى يرغل وکړ، نو هلته چې څومره مسلمانانو پناه اخسيتې وه ټول يې ووژل، مونږ بيا هلته په مړو باندې گرځيدو راگرځيدو، ريچارډ ٢٧٠٠ مسلمانان بنديان کړل چې بيا يې وروسته د عکا په سيمه کې ذبح او حلال کړل، د هغه عسکرو په دې اکتفاء ونکړه بلکه د ښځو او ماشومانو زندانيان يې هم ووژل بيايې د مسلمانانو ځوانان، ماشومان او ښځې ټول ووژل، سرکونه يې ورباندې ډک کړل، نه يواځې په بيت المقدس کې د مسلمانانو دومره وژنه وشوه بلکې د معرة النعمان په سيمه کې مسيحيانو سل زره مسلمانان ووژل.

کله چې د ايټاليا صليبي لښکرو د ليبيا د اشغال او ورباندې يرغل ته ځانونه چمتو کول نو د هغوی شعار صليب ؤ، د لښکر مخې ته د واتيکان پاپ وﻻړ ؤ، صليب يې ښکل کړ او عسکرو ته يې داسې وينا کوله، موری ! مه خفه کيږه، زړه دې مه تنگوه، زه طرابلس ته خوښ او خوشحاله روان يم، د ملعون اسلامي امت د له منځه وړلو لپاره خپلې وينې نذرانه کوم، د اسلامي دين خلاف به جنگيږم او په ټول قوت به قرآن له منځه وړم، يوه ژورنالست چې ديفيد سيلبورن نوميږي وايي : دا جنگ د تروريزم په خلاف نه بلکې د اسلام په خلاف جنگ دى، ريفيو نشنل مجلې ليکلي دي ! دا داسې جنگ دى چې مونږ به دوی (مسلمانان ) په خپلو هيوادونو کې له منځه وړو، قرآن به يې وژنو او په زور به ورباندې مسيحيت منو.

نيويارک ټائمز په ٧/١٠/٢٠٠١ نيټه ليکلي ؤ، دا يو ديني او مذهبي جنگ دى، د بشر د حقوقو نړيوالو او منطقوي ټولنو خبر ورکړيدى چې په بو سنيا او کوسوو کې د مسلمانانو زياته تباهي او وژنه شويده، د دې ترڅنگ پنځوس زره مسلمانې ښځې په زور وړل شويدي، شپږ سوه او څوارلس (٦١٤) جماتونه په بشپړ ډول له منځه وړل شويدي او (٥٣٤) جماتونه تخريب شويدي، په سلگونو مدرسې ويجاړې شويدي، په (سر برنيڅا) کې ټولنيزې وژنې چې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په موجوديت کې تر سره شويدي او د بشر حقوقو مدافع نړيوالې ټولنې هم وجود لري، دا هيڅکله د هيريدو نه دي، آيا د واتيکان پاپ غواړي چې د اروپا او امريکا هغه څه مونږ هير کړو چې د عراق د ابو غريب په زندان کې له ښځو او نارينه ؤ سره شويدي، آيا داهم هير کړو چې د افغانستان په زندانونو کې لاس تړلي زندانيان وژل شويدي ؟.

د المان د تلويزون لومړني چينل په خپل اونيز (بانوراما) پروگرام کې په٢٤/٦/٢٠٠٤ نيټه دا خبره وکړه چې په عراق کې د نصراني کولو کار په تيزۍ سره روان دى او عراق به د مسيحيت د سپيڅلي جنگ مرکز وي، د امريکا پخواني اولس مشر ريچارد نيکسن په خپل کتاب (الفرصة السانحة ) کې ليکلي، مونږ خپل يو دښمن کمونيزم له منځه وړى اوس زمونږ يوازينى دښمن چې پاتى دى هغه اسلام دى، په ٢٠٠٤/٢/٨ نيټه د الحياة خپرونې د لندن د کارگر گوند د پارلمان د غړو له خولې ليکلي دي چې د عراق جنگ يو صليبي جنگ دى، عيني شاهدان وايي چې کله د برطانيى صدر اعظم ټونې بلير په عراق کې د بصرې ښار ته د خپلو عسکرو دليدلو لپاره تللى ؤ، هلته يې د عسکر سره مذهبي مراسم ونيول او دا شعرونه يې په گډه ووئيل، د نصرانيانو لښکرې جنگ ته پداسې حال کې روانې دي چې د دوى مخې ته صليب دى، زمونږ د برياليتوب نښې دا دي چې د شيطان لښکر وتښتيد (مسلمانان )، بيا وايي وروڼو په هغه ﻻر به ځو په کومه چې زمونږ مذهبي مشران تللي دي او هغه د اميدونو او عقيدې د يووالي ﻻر وه، همدارنگه ( ابيلي او فرانکلين ګراهام) په خپلو کتابونو کې ټول مسلمانان نصرانيت ته رابللي دي او ويلې يې دي، هغه څوک چې بلنه نه قبلوي نو په زور يې مجبور کړئ چې مسيحيت ومني، مارک راسکوت د جمهوريت د مجلې مشر په ٢٠٠٤/٤/١٩ نيټه ويلي ؤ چې بوش نړيوال صليبي جنگونه د اسلام په خلاف رهبري کوي، نو دا قضاوت دې اوس نړيوال وکړي چې د واتيکان پاپ ولې په اسلام او د اسلام په ستر ﻻرښود حضرت محمد r باندې دا تورونه لگوي پداسې حال کې چې د اسلام په تاريخ کې به څوک دا ثابته نکړي چې د مذهب لپاره څوک په زور کړول شوى وي، دا هغه دين دى چې د سولې، امن او سوکالۍ ژوند ته يې خلک رابللي، پداسې حال کې چې پاپ د خپل قوم له هغه تاريخ څخه سترگې پټوي چې د وينو تويولو او وژنو تور تاريخ لري او ټول نړيوال يې د هر راز ستونزو، کړاوونو، مشکلاتو ، جنگونو، اختلافاتو، تشويشونو او ويجاړيو سره مخ کړي دي ([1] ).

[1] اسلامي آن لائن.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د