نړۍ

د ۱۳ امریکايي عسکرو امریکايي قاتل له اسلامي دولته تابعیت غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۳ل): د امریکايي پوځ د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص چې د ټکساس ایالت په فورټ هوډ پوځي اډه کې یې ۱۳ امریکايي عسکر ووژل د اسلامي دولت مشر ته لیک لېږلی او د تابعیت غوښتنه يې کړې.

د نضال حسن وکیل وایي چې نوموړي اسلامي دولت ته څو اونۍ وړاندې لیک لیکلی او په کې يې ویلي چې دی د «اسلامي دولت» تابعیت غواړي.

د فاکس نیوز د راپور په اساس نضال حسن د اسلامي دولت خلیفه ابوبکر البغدادي
ته دوه مخه لیک لیکلی. نوموړي په دغه لیک کې له ابوبکر البغدادي څخه غوښتنه کړې چې ده ته د اسلامي دولت تابعیت ورکړي.

«زه په رسمي ډول او په ډيره تواضع له تاسو غوښتنه کوم چې ما د اسلامي دولت تبعه کړئ».

حسن نضال د امریکا د پوځ یوې محکمې د ۱۳ کسانو د وژنې په تور د مرګ په سزا محکوم کړی دی.

حسن نضال په زندان کې
حسن نضال په زندان کې

نوموړي د امریکايي پوځ کې دنده ترسره کوله او د تورن رتبه يې درلودله. حسن د ۲۰۰۹ز کال د نومبر په ۵مه ۱۳ امریکایي پوځیان چې افغانستان ته د تللو تیاری یې کاوه، ووژل. د نضال په برید کې ۳۲ عسکر نور ټپيان شوي وو.

د حسن د محاکمې پر مهال نوموړي له ځانه د دفاع نه کولو وړاندیز وکړ. نوموړي همدا راز د محاکمې پر مهال قاضي ته وویل چې ددغه برید په اړه یو «مناسب لمسون» شتون درلود، دغه عسکر په افغانستان کې په یوې «غیر قانوني» جګړه کې برخې اخېستلو ته روان وه.

امریکايي چارواکو هغه مهال ویلي وو چې نوموړی په خپله افغانستان ته د تګ او هلته د جګړې مخالف و او نه يې غوښتل چې افغانستان ته د نورو مسلمانانو سره د جګړې کولو لپاره لاړ شي، له همدې امله يې په امریکايي عسکر ناتاره ډزې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x