افغانستان

ننګرهار: د ملي امنیت په ریاست ډلییز برید روان دی

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۳ل): ننګرهار ولایت کې د ملی امنیت په ریاست ډلییز برید روان دی.

عیني شاهدان وايي چې برید شاوخوا ۵ بجې پیل شو.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د برید پيل سره دوی د قوي چاودنو غږونه تر لرې سیمو واریدل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې برید د دوی سرتیرو ملګرو لخوا پیل شوی.

مجاهد زیاتوي چې برید یې لومړی د یو موټر بم په وسیله چې چاودیدونکي توکی په کې ځای پر ځای شوي وو، پیل شو.

نوموړی زیاتوي چې چاودنې ټول هغه موانع له منځه یوړل چې د ملي امنیت د ریاست په دروازه کې موجود وو.

طالب ویاند د ګڼو تلفاتو ادعا کوي او وايي چې لومړنۍ چاودنې « د ریاست په در وازه کې د ساتونکو خوني، خوب ځایونه او پيره دار خانې ويجاړې او دلته ميشت استخباراتي کارمندان ټول قتل شول».

د دوی په وینا له چاودنو وروسته ډزې پیل شوې او جګړه اوس هم روانه ده.

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حضر ت حسین مشرقیوال وايي چې چاودنه د یو موټر بم په توسط شوې خو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
د نورو جزییاتو لپاره د نن ټکی اسیا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بدرالدين بدري

د جلال اباد د بريد په بارک کی معلومتت ورکی

Hilal

د ننګرهار په ملی امنیت کی چاودنه د هغه ریاست څخه ډیر زیات تاوان شخصی خلکو ته اړولی دی چی تقریبا ۷۰ کسان د خپلو کورونو په شیشو او چټونو ټپیان شویدی او څو نتان بیا شهیدان شویدی، دا خو والله چی د انسانیت له چوکاټه بهر کار وو، دومره زوروره چاودنه چی د په لس ګونو خلکو د ټپی کیدو او ځینو د شهیدان کیدو سبب شی په دی نه ارزی خو فکر کوم چی دا ټول د پاکستان کار دی او نه پریږدی چی دا مظلوم، ځپل شوی او ټپی ټپی ولس د آرامی ساه واخلی، داسی کس… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x