افغانستان

ټاکنې: د نږدې اویا محلونو رايې باطلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې دوی تراوسه پورې د له درې زره محلونو څخه د نهه شپېته محلونو رايې باطلې اعلان کړې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي پرون په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی تر اوسه پورې د ۱۱۲۴محلونو رایې د بیا څېړنې او شمېرنې لایقې ګڼلې دي. د نوموړي په خبر ه د پاتو ۱۸۰۷ محلونو رايې د باور وړ دي.

د هوتکي په قول په باطلو شویو محلونو کې لس زره شپږ ویشت رايې شاملې دي.

هغه وايي چې د دواړو نوماندانو پلویان تر څلورویشتو ساعتونو لپاره د شکایت حق لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور بیا وايي چې تر اوسه پورې ۷۶،۲۵ سلنه رايې بیا څېړل شوې دي، چې ښايي ټولې رايې په یوه اوونۍ کې وڅېړل شي.

یاده دې وي چي د هېواد ټاکنې  جوزا په څلورویشتمه ترسره شوې دي چې لايې هم برخلیک ناڅرګند دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x