ادبي لیکني

لوی لیکوال استاد محمد اصف صمیم ـ څلورمه او وروستۍ برخه

لیکوال: غیاث الدین

د نثرځانګړنې
استاد محمد اصف صميم تاليفي، تحقيقي( څيړنيز) نثرونه لري.
صميم صاحب په پوره غور او زيار دپښتو او كره پښتو په دو دونو كې ډيرې هڅې كړې دي. لومړى خو دكره ليكنې پښتو دو ديد نه پردې سربيره، چې دنړيوالې ژبوالې په كاله ك ې دپښتو دخورولي حق او پوړۍ جوتوې، دپښتو دګڼو كړ دودوالو(لهجو ويونكيو) خپلمنځي پوهانو اسانوي او دژبنې بشپړ تيا تنده سړيدو او ماتيدو ته نه پريږدي.
دښاغلي صميم صاحب نثرونه ساده او روان اړخونه لري په لنډو جملو كې يې خواږه پراخ مفاهيم دورايه څرګنديږي، همدارنګه دكلمو او جملو تسلسل په ترتيب په كې خوندي دي. په زياته كچه يې دپښتو سوچه لغات كارولي دي. او په څنګ كې يې د عربي لغاتو څخه هم كار اخستى دى. دا په دې خاطر نه چې پښتو ژبه دعربي ژبي ترتاثير لاندې راغلې ده. داځكه چې صميم صاحب دعربي څانګې څخه فارغ شوى دى. دعربي ژبې او ګرامر په اړوند ډيره پوهه او معلومات لري، نوځكه يې دعربي كلمو څخه نثر خالي نه دي. البته دعربي او پښتو په خورا خوږو كلمو يې نثرته ښكلا وربخلې ده.
په نثر كې يې اجتماعي او بشري ارزښتونه خوندي دي. په نثرونو كې يې دوطن دخپلوالكى او يووالي سره مېنه ورښانه ده. دخونړي انقلاب په مقابل كې يې پروطن مين افغانان ميړني بللي دي. په نثركېيې ديوې وروسته  پاتي او بيچاره ټولنې دناخوالو ځوريدونكي احساس پروت دى. په نثركې يې دسياسي كړكيچونو دبرياليتوب او ناكامى عوامل څرګند دي. او دټولنې اخلاقي كمزورى اړخ په كې ثابت دى.
ژباړلي نثرونه يې دومره په زړه پورې او خوندور دي، چې لوستونكي پرې دژباړې ګومان نه شي كولاى. تحقيقي نثرونه يې په ډيرو خوږو الفاظو او عام فهمه لهجه داسې څيرړلي دي، چې لوستونكي پرته له كوم ځنډ او ستونزې پرې ښه پوهيدلى شي.
دمحمداصف صميم په اثارو باندې دځينو ليكوالانو له خوا ليكل شوې مقالې

دپرويز شاهين له خوا درحمان بابا د ديوان په نوم ښود ليكل شوې مقاله.
دامقاله په پيښور كې داباسين پښتو مياشتينى مجلې له خوا په ۱۹۸۷ ميلادي كال كې چاپ شوې ده.
ددې مجلې مدير مسؤل حيران خټك صاحب ؤ.
دخټك صاحب په زيار و كوښښ خپريدله. (۴ )
داسدالله غضنفر صاحب له خوا درښتيانى كيسې د داستان څخه په پښتو ژباړل شوي اثر باندې ليكل شوې مقاله.
دامقاله دسپيدې مجلې له خوا په پيښور كې په /۱۳۶۳ /۱۹۸۵ ميلادي كال په لومړي كال اوومه ګڼه كې چاپ شوې ده.
دامياشتينى مجله دمحمدصديق پسرلي له خوا خپريدله (۵ )
داسدالله غضنفر له خوا دصميم صيب په نثر باندې ليكل شوې مقاله.
دامقاله دګوربت دوه مياشتينۍ خپرونې له خوا په ۱۳۸۴ لمريز /۲۰۰۵ ميلادي كال كې چاپ شوې ده.
ددې خپرونې مسؤل مدير حفيظ الله غښتلى او مرستيال يې احمد ويس وردګ وو.
په دې مقاله كې دصميم صاحب دنثر دبيلابيلو برخو څخه يادونه شوې ده.(۶ )
ښاغلى محمداصميم ديوه ليكوال په توګه
محمداصف صميم ديويشتمې سدۍ دليكوالانو په لړ كې يو تكړه ليكوال شميرل شوى دى.
صميم صاحب هغه غښتلى ځوان دى، چې دژوند په مختلفو مراحلو كې يې  خپلو علمي او ادبي هلو ځلوته په پوره غور دوام وركړى. كله چې سياسي كړكيچونو دهېواد پريښودوته اړكړو. دغم او انديښنې په حالت كې يې لاهمت غښتلى شو. تل د ټولنې دراتلونكي په فكر كې وو.
څرنګه چې مونږ ته معلومه ده دهجرت په دوركې ټول افغانان دژوند دهرډول ستونزو سره مخامخ ول.
لكه: بې كوري، بې كاري، بې كسي، مايوسي. ګڼ شميرافغانان هېواد ته دبيا راستنيدو په هيله دزړونو په رنځ اخته ول.
خوښاغلى صميم صاحب په خپل رنځ كې قلم دځان سره غم شريك وګڼلو، دښه همسفر په څير يې په ديواليكوال له پاره لازم او ضروري دي، ده ه  هماغه شان خپلو علمي هڅوته پراختيا وركړه.
صميم صاحب دژوند په دغه (۲۳ ) كلنه دوره كې په پوره زياره او كوښښ يولړ ليكنې، څيړنې او ژباړې كړي دي.
ښاغلى صميم صيب تل دې فكر كې ؤ چې افغان ځوان كول سرمايه ولري. په نړۍ  كې دانسان له پاره ستره سرمايه، علم، پوهه، علمي زيرمه اونيك اخلاق دي.
ده په دغه هڅه  او كوښښ كې خپل عمر ډيركړى دى. په پښتو كې يومتل دى چې
(( عمر دې ډير شه))
يانې چې پس له مرګه دې ټول عالم تل يادكړي او عادي ورته وكړي. په نړۍ كې ليكوالان تل ژوندى خلك دي.
ښاغلى صميم صاحب هم له دغو جمله ليكوالانو څخه شميرل كيږي.
په اخير كې ويلاى شم چې صميم صاحب پښتو ژبې او ادب ته دخپلو او ادبي هڅو په مرسته او كوښښ دقد وړ خدمتونه كړي دي
قلم دې يې تل ځوان وي.
پايله
دليكوالى او شاعرى استعداد خدايي دى، خو دپور ه كوښښ او زيار په واسطه په هنري چارو كې ددوى پرمختګ ورځ په ورځ زياتيږي.
په خپلوپخو ليكو دلوستونكو په زړونوكې ځاى نېسي او په نړۍ كې بې شمېره علاقمندان پيداكوي.
ښاغلى محمداصف صميم يوسپين پښتون، دارام طبيعت خاوند او سپيڅلى انسان دى، په درويشت كلنه هنري دوره كېيې يوشمير ليكنې، خيړنې او ژباړې كړې دي.
اثار يې ډير مينه وال لري. داځكه چې صميم صاحب په خپلو ليكنو كې دپښتو ساده او سوچه لغات په كار وړي دي.
دده په هڅه دغه علمي او ادبي څيړنې دپښتو ژبې دپرمختګ له پاره ګټورې ګڼل كيږي.
صميم صاحب دپښتو په ژور سيندكې ټوپ  كړى او راز راز ادبي ملغلرې ترې لاس ته راوړي دي.
مونږ په دې ښه پوهيږو، چې هر رنګ ملغلرې ډير ليدونكي او اخيستونكي لري.
دپوهاند مجاور احمد زيار تكړه شاګرد دى. په خپلو ليكونو كې يې دزيار صاحب د لغاتو او اصطلاحاتو څخه په ډيره كچه استفاده كړې ده.
دخپل پښتني هويت څخه يې په  ښه امانت دارى ساتنه كړې ده. دپښتنې ټولنې له پاره يې دقدر وړ خدمتونه كړي دي.
ما دصميم صاحب دويناوو څخه دده دژوند ليك او دځينو اثارو دپيژندګلوۍ په اړوند دا موضوع چمتو كړې ده.
او په دغه ټولونه كې مې دځينو غوره ماخذونو څخه اخيسته هم كړې ده.
پښتو ژبې په خپله لمنه كې ډير پياوړي او غښتلي ليكوال روزلي اوستالي دي. او هر يوه يې دخپل وس مطابق خپلې مورنى ژبې پښتو ته دقدر وړ خدمتونه كړي دي.  په پښتو ژبه ا وادبياتو كې له پنځو ستورونه را وروسته ګورو، چې څونو ميالي نورليكوالان په اوسنې پير كې هم پيژنو يوله دغو نومياليو ليكوالانو څخه هم ښاغلى محمداصف صميم دى.

ا خذ ليكونه
1.  ننګيال، شهرت، وينه په قلم كې، دافغانستان دجهادي څيړنو مركز، ۱۳۸۶ هـ كال، ( ۴۳۸ ، ۴۳۷ ، ۴۳۶ ، ۴۳۵ ، ۳۴۴ ، ۴۳۳ ، ) مخونه.
2. كاكړ، سيال، ديويشتمې پيړۍ پښتو برخه ليك، پښتو ادبي بورډ، كوټه ۲۰۰۶ م كال،  ( ۲۰۵ ، ۲۰۴ ، ۲۰۳ ، ۲۰۲ ، ۲۰۱ ، ۲۰۰ ) مخونه.
3. صميم ، محمد اصف، اوانځور، زرين، دپټې خزانې ميزان رښتيا ميزان دى، شخصي لګښت پيښور، ( ۱۳۶۶ ) لمريز كال، (  ۲۱۳- ۲۱۲ ) مخونه.
4. صميم، محمداصف، وييزيرمه، احسان خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۱ هـ ق كال ،        (۲۰۶،۲۰۷ ) مخونه.
5. صميم ، محمداصف، نشر، سپيدې مجله، پيښور، اتمه گڼه (۱۳۶۳ ) لمريز كال ( ۲۷ – ۲۶ ) مخونه
6. شاهين، پرويزو، اباسين، پيښور مياشتنۍ ، مجله، اومه گڼه، ( ۱۹۸۶ ) ميلادي كال ( ۴۰ – ۳۸ ) مخونه.
7. غضنفر، اسدالله، رښتيانۍ كيسې، سپيدې مجله، پيښور،اومه ګڼه،    (۱۳۶۳ ) لمريزكال ، ( ۹۳ – ۹۲ ) مخونه.
8. غضنفر، اسدالله، ګوربټ دوه مياشتنۍ خپرونه، ( ۱۳۸۴ ) لمريز كال م
( ۷۸ – ۷۵ ) مخونه.
پای

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x