شعـــــرونه

داقصی شاه زلموته !

استاد فضل ولي ناګار

د فلسطین زلمو! شپیلۍ دنقلاب پوکمه
نوا دشور مې دنړۍ له اوچت بام واخلئ

د((افغاني))دغیرتي ولس له ګرمې سیینې
په لاهوتي ژبه د ((لاتخف)) پیغام واخلئ

ځئ،چې تکبیر کړو همنوا ،دومره قوت ورکړو
چې دګوټ ګوټ له فلسطینه ((ایوبي))پاڅي

زما دفتحې د روستي آ یت لوستلو لره
جهان راولړزي، له خاورو ((غزنوي)) پاڅي

دسرو او سيینو طاغوتمارو دا بوتپاله نړۍ
یو ځلې بیا دبوتشکن دتورې شرنګ غواړي

ستاسو پاڅون،ستاسو خوځښت خپله پراخه غیږکې
زما دمستو شاه زلمو د وینې رنګ غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x