ټولنیزه برخه

فریادونه

اسدالله غضنفر

د دیارلس سوه نهه اویایم کال د جوزا یو سهار و چې د کندز ښار د ابراهیم خېلو په یوه کوڅه کې تېرېدم او چیغه مې واورېده. یو چا راته وویل په پلاني کور کې یو سړی پېریاني شوی دی، اوس یې څوک ورته راوستي دي، وهي یې چې بېرته روغ شي.

عبدالرحمن چې د کندز ښار د خان اباد بندر په ګولایي کې یې کور و، د ۱۳۵۶ کال په ژمي کې وفات شو. ده ته یې د ژوند په وروستۍ شپه یو سړی راوست چې په وهلو یې پېریان ولټوي. د وهونکي په عقیده په عبدالرحمن باندې ګونګي پېریان ناست وو. معلومه نه شوه چې پېریان یې والوتل که نه خو روح یې والوت. هغه ډېر بوډا و، شاید د وهلو په وجه مړ شوی وي.

د څو زره کاله پخوا خلکو عقیده لرله چې شیطانان د انسان بدن ته ننوځي او مرضونه پیدا کوي. دوی د شیطان د شړلو لپاره مختلفې طریقې لرلې. دمونه یې کول، اوراد یې ویل او په ناروغ باندې یې ډېر بېخونده او کرکجن څیزونه ( مثلا وراسته شوي خواړه له متیازو سره) خوړل چې شیطان په تکلیف شي او ووځي.

دغسې فکرونه که څه هم وار په وار کمزوري شول خو بېخي ورک نه شول. په اروپا کې د اتلسمې پېړۍ تر وروستیو پورې عقیده وه چې لېونتوب د شیطان له لاسه پیدا کېږي او هرڅومره چې مریض په تکلیف شي، هغومره به شیطان په تکلیف شوی وي.

د انګلستان د باچا دریم جارج ګرانه لور شهزاده ګۍ املیا په ۱۸۱۰ میلادي کال کې سخته ناروغه شوه. د هغې ناروغي پاچا پرېشان کړ، دومره پرېشان چې روحي او عصبي ناروغي ورپیدا شوه. دریم جارج له کاره ووت او په ۱۸۱۱ کال کې د ویلز شهزاده د سلطنت د چارو وکیل شو. دریم جارج د ۱۸۲۰ کال د جنوري تر ۲۹ نېټې پورې، چې ومړ، لېونی و. هغه په خپل ژوند کې د لېونتوب د ختمېدو لپاره ډېر ووهل شو.

دریم جارج که په کندز کې اوسېدای، یوه بله ټوکه به هم ورسره شوې وه. ده ته به یې بخشي راوستې وه. بخشي به اور بل کړی و او په هغه کې به یې لور یا کوم وسپنیز سیخ ایښی و چې ښه سور شي. بخشي به له اوره تاوېده، اوراد به یې ویل او سور شوی سیخ یا لور به یې ژبې ته ور ووړ او بیا به یې دریم جارج د دوو سوري کړیو دېوالونو له سوړو تېراوه چې په دې ډول پېریان یوې خوا ته پاتې شي او دریم جارج بلې خوا ته.

جلپاق تپې د کندز د چاردرې ولسوالي د نورو ګڼو غونډیو غوندې د یونان- باختري تمدن ګڼ یادګارونه په خپلو خاورو کې ورسره پټ کړي دي. د دې غونډۍ له پاسه چې څه کم څلوېښت زره متر مربع مساحت لري، د ابراهیم بای کور و. د ابراهیم بای مېرمن یو داسې کسب زده و چې تر یونان- باختري تمدن ډېر لرغونی دی. دا بخشي وه. د ۱۳۷۹ کال د سرطان یوه توده شپه مې د څو اتیا کلن ابراهیم بای کره تېره کړه. د هغه مېلمه وم.

ابراهیم بای ته مې چې د نورو اوزبیکو غوندې د آس شوقي و، وویل: ته خو ښه آس لرې، ولې په خره ګرځې؟

ده وویل: د ملا او پښو درد لرم، آس مې پعذابوي، د خره سورلي ارامه وي. ما ورته وویل: بل واده وکه، مرضونه به دې ورک شي.

ابراهیم بای راته وویل: له کمپیره کې( ده خپله مېرمن کمپیرکه بلله) وېرېږم، څه جادو مادو راباندې ونه کړي.

د ده کمپیره کي د بلې هرې ښځې غوندې چې د بل واده ذکر ټوکه نه ګڼي، په کلکه وویل: دی به د خدای په قدرت بلې ښځې ته وهم نه ګوري.

ما وپوښتله: خاله جانې دا چل دې څنګه یاد کړ؟

د دې ځواب لنډ خو په عین حال کې وروستی و: خدای رازده کړ!

کمپیرکې د پېریانو د پاڅولو په شکرانه کې یوپسه اخیست. د هغه وخت د یوه متخصص ډاکتر د فیس پنځوس برابره لوړه بیه! ډم چې ډول وهي، زور به یې لري. څوک چې بخشیانو ته پسه ورکوي، خپله خوښه یې ده خو یقینا چې ناروغان د وهلو زور نه لري او ځينې یې ممکن د وهلو له لاسه مړه شي.

قانون او حکومت باید د دغو ناروغانو مرستې ته ودانګي او د جهل او خرافاتو له منګلو یې وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x