نړۍ

مصر: پاریدليو مظاهره چیانو ولس مشریزه ماڼۍ کلابند کړه

tv_headquarters_egyptنن ټکی اسیا + نړیوالې رسنۍ

دمصري ولسمشرحسني مبارک بیګانۍ وینا چې خپل مرستیال عمرسلیمان ته یې دواک سپارلوپه اړه وکړه

مصري پاریدلي مظاهرچیان لا په غوصه کړل .

نن دجمعې لمانځه داداکولوپه مهال دآزادۍ په میدان کې تر۲ملیونو زیاتومظاهره چیانو دمبارک دتیرې شپې دوینا په خلاف په سخت غبرګون ښودلو سره دنوموړي په خلاف شعارونه ورکړل

او دوروستیو رپوټونوپه اساس پاریدلي مظاهره چیان همدا اوس له ازدۍ میدان نه دالعروبه او ولسمشریزې ماڼۍ په لوري خوځیدلي اوهغه يې محاصره کړې.

 

دالجزیره تلویزوني شبکې دخبرله مخه چې همدا اوس خپورشو رپوټ ورکړل شو چې العروبه ماڼۍ ته دمظاهره چیانو له ورنیږدي کیدلوسره سم دنوموړې ماڼۍ په انګړکې دري پوځي الوتکې راښکته شوې.
نن دمصر دولس مشرحسني مبارک په خلاف دمصریانو دمظاهرو دریمه جمعه ده , دورکړل شویو رپوټونو په اساس نن داسلامي نړۍ ترټولوستر دیني مرکز دالأزهر پوهنتون استادانوهم له مظاهره چیانو سره لاس یوکړ اوله ولسمشر مبارک څخه یې  د واک پریښودلو غوښتنه وکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x