شعـــــرونه

غزل ـ نقیب احمد عزیزي

وړه وه پېغله شوه را لویه شوه پخه شوه جګړه
مګر تکړه شوه نه ناجوړه شوه نه مړه شوه جګړه

دا به يا ښه وه یا به ښه وه چې وه دلته جګړه
بد خو همدا وشول چې یو مخ پښتنه شوه جګړه

چې جنګ به ښکل کړ د هغه تن به سرې وینې اوښت
قد به یې مات شو چې پر چا به ور کږه شوه جګړه

زړه مې هلته غیرتي شو چې ته لاړې اشنا!
موزی په هغه وخت کې تود شو چې سړه شوه جګړه

رڼا د تورو دې شي تم د سولې سترګې برېښي
خرپ د ککرو دې کریاب شي که ویده شوه جګړه

موږ پرې ښه غږ کړی دی ځکه مو په غېږ کې لوېږي
لکه ماشومه مو په ناز کې اموخته شوه جګړه

چې موجودیت یې وي تر زرو سولو ښه نقیبه!
بیا پروا نه لري که زر کاله اوږده شوه جګړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x