افغانستان

جلال اباد – دویم تعقیب : په سرتيري برید کې ۷۰ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار نږدې پنځه بجې د ننګرهار ولایت په ملي امنیت ډله ایز سرتيری برید پیل شو، چې تراوسه پکې اویاو تنو ته مرګ ـ ژوبله او ښتې ده.

ویل کېږي چې بریدګرو لومړی په دروازه کې شته موانع د موټربم پر مټ له منځه وړي دي او وروسته يې د ریاست دننه جګړه پیل کړې ده.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومنداني ویاند حضرت حسین مشرقیوال هم وايي  چې بریدګر په پیل کې د موټر بم په واسطه په دورازه کې ولاړ ساتونکي او موانع له منځه وړي دي او وروسته ریاست ته دننه شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی له خپلو بریدګرو ملګرو سره په اړیکه کې دي او تر اوسه پورې په برید کې د ملي امنیت کارکونکو، عسکرو او نورو مامورینوته درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

مجاهد د خپل ملګری له قوله وايي چې له ریاسته لمبې پورته کېږي او بریدګر لا هم په جګړه بوخت دي.

د امنیه قومنداني ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايی چې په برید کې مرګ ـ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزی وايي چې په برید کې د د ملي امنیت څلورویشتو مامورینو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x