افغانستان

طالبانو د هرات په اوبۍ ولسوالۍ کې څلور پولیس برمته کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۷مه، ۱۳۹۳ل): د هرات امنیتي چارواکي وايي، چې طالبانو د هرات ولایت په اوبۍ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې د برید په پایله کې پنځه تنه پولیس ژوندي نېولي.

د هرا ت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي په دې اړه وویل، چې دا نښته د اوبۍ ولسوالۍ د چشمې په سېمه کې تېره شپه پيل شوه، چې تر ډېرو یې دوام وکړ .

نوموړی زیاتوي ، له وسلوال برید وروسته د دوی پنځه تنه پولیس ترې تم شوي او ښايي طالبانو برمته کړي وي.

بل پلو ، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پېښي د پخلي ترڅنګ وویل، چې د دوی ملګرو د جمعې په سهار وختې مهال د چشمې په سېمه کې د پولیسو پر پوسته برید وکړ ، چې له لږ مقاومت وروسته پوسته په بشپړه توګه ونېول شوه او څلور تنه پولیس له درې مېله کلاشینکوفونو او یوې توپانچې سره لاس په لاس د دوی په منګولو کې کښېوتل.

ښاغلي احمدي د نیولو شویو پولیسو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x