نړۍ

امریکا په واشنګټن کې پاکستاني سفیر ته دشړلو خبرداری ورکړی

حسین حقانیله واشنګټن نه خپرو شویو خبرونو کې راغلي سپینې ماڼۍ په واشنګټن کې دپاکستان سفیر حسین حقاني ته خبرداري ورکړي که پاکستان ددوي نیول شوي ډیپلومات ریمنډ ډیوس له بنده ازاد نکړي دوي به یې له ملکه وشړي.

سپینې ماڼې ویلي چې که ریمنډ دجمعي دورځي ترمازیګره په اسلام اباد کې ددوي سفارت ته ونه سپارل شي نه   یوازي دا چې پاکستاني سفیر به وشړي بلکه امریکا ته دپاکستان درئیس جمهور اصف زرداري سفر به هم لغوه کړي

 

ریمنډ ډیوس دوې اوونۍ وړاندي دپاکستان په لاهور ښار کې دوه تنه په ډزو ووژل وروسته نوموړي دپاکستاني امنیتي چارواکو لخوا ونیول شول،دوژل شویو پاکستانیانو کورنیو ویلي چې ددوي کسانو بې ګناه عام ښاریان وو ،دوي له حکومت غواړي چې قاتل باید ژر ترژره محکمه شي .

څو ورځې وړاندی دریمنډ ډیوس په لاس وژل شوي پاکستاني ځوان میرمنیې شمایلې فهیم له دې امله ځان وژنه وکړه چې دا دعدالت له پریکړو مایوسه شوه ، شمایلې تر ساه ورکولو څو شیبې په هسپتال کې خبریالانو ته وویل چې دا ځکه ځان وژنې ته مجبوره شوه چې له حکومت یې دخپل حق دحصول تمه نه کیده ،نویې تر ژوند مرګ غوره وباله.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x