افغانستان

یان کوبیش: نوی ولسمشر باید د وږي په نولسمه لوړه وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي یان کوبیش له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې وویل، چې راتلونکی ولسمشر باید د روانې میاشتې په نولسمه نېټه لوړه وکړي.

یان کوبیش پرون له ولسمشر حامد کرزي سره په ارګ کې ولیدل او له نوموړي يې وغوښتل چې د ټاکنو کمیسیون کار ته په کتو باید خپله هغه پخوانۍ خبره چې د لوړې مراسم يې د وږي په یوولسمه حتمي بلل بېرته واخلي.

یان کوبیش همداراز ولسمشر حامد کرزي ته د ټاکنو کمیسیون له لوري د نویو پرمختګونو اړوند معلومات ورکړل.

نوموړي ولسمشر حامد کرزي ته په ټینګار وویل چې روانې پروسې ته په کتو، د ټاکنو کمیسیون نشي کولای د ولمسشر له لوري تر ګواښنده ټاکل شوې نېټې پورې ټول کار بشپړ کړي.

تر دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي په ټینګار سره ویلي ول، چې د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو لپاره د وږي یوولسمه یوه نه بدلېدونکې نېټه ده.

یان کوبیش ولسمشر له دې پرېکړې په داسې وخت کې اړولی دی، چې د رایو د بیا څېړنې په پروسه کې ټول څارونکي بهرنیان دي.

یاده دې وي د ټاکنیزو ناندریو د هېواد په اقتصادي حالت خورا بده اغېزه کړې ده، او عام وګړي له دې پروسې ناهیلي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x