افغانستان

جلال اباد ـ وروستي جزیات: په سرتيري برید کې ۱۵۴ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار نږدې پنځه بجې د ننګرهار ولایت په ملي امنیت ریاست د طالبانو له لوري ډله ایز سرتيري برید وشو ، چې نږدې تر لس نیمو بجو يې دوام درلود.

د ننګرهار سیمه ایز چارواکي وايي په برید کې شپږ تنه وژل شوي او شپږ څلویښت نور ټپیان دي. د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزی وايي چې نن سهار لومړی یوه بریدګر د ملي امنیت ریاست په دروازه کې چاودنه وکړه او وروسته نور ودانۍ ته ننوتل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې برید کې يې ۱۵۴ تنو استخباراتي کارکونکو او عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د مجاهد په قول د دوی له شپږو تنو ملګرو لومړی عبدالله ننګرهاري د موټر بم په واسطه دغه برید پیل کړ، چې وروسته نورو بریدګرو ته د ملي امنیت ریاست ودانۍ ته د ننوتلو زمینه برابره شوه.

رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «دلومړي زورور او ويجاړونکي انفجار څخه وروسته ۵ تنه نور قهرمان فدايي مجاهدين(فواد د بټي کوټ ولسوالۍ، موسي دکنړ ، کلیم الله ، اخترمحمد او محمداسماعيل د ننګرهار ولايت اوسیدونکو) لخوا چې ټول په راکيټ، پيکا، اور غورځونکو وسیلو، ماشينګو، واسکټونو او لاسې بمونو سمبال وو ، وتوانيدل چې د استخباراتو په رياست کې دننه خپلو ټاکل شوو اهدافوته ځانونه ورسوي، او دننه په ریاست کې او هم له هغه ځای بهر په ورتلونکو عسکرو، پولیسو او نور مزدورانو باندي خپلو بریدونوته دوام ورکړي.»

د مجاهد له قوله په دې نږدې پنځه ساعته برید کې یو اویا تنه استخبارتي مسوولین، کمانډويي عسکر، پولیس او نور وژل شوي او درې اتیا نور مرګوني ټپیان دي.

ویل کېږي چې برید د ملي امنیت پر ریاست له بمباري وروسته پای ته ورسید.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت د ریاست په نښه کول د دې ارګان له لوري د شویو ظلمونو بدله وه، خبرپاڼه کاږي: «د نن ورځې بریالي بریدونه چې د استخباراتو شریر ارګان په کې په نښه شو، د کابل ادارې د استخباراتو ټولې شريرې دستګاه ته خبرداري وو چې مجاهدين به ددوي د وحشت او ظلمونو په وړاندې بې تفاوته نه پاتي کيږي، هغه اخلاص چې دغه بدنام ارګان يې له کفارو سره د هېواد د اشغال په اوږدولو، د جګړې په لا غزولو او له افغان ولس سره د پخوانيوکمونستان غوندې چال چلندکولو په برخو کې لري ، دهغو جرمونو سزابه د مجاهدينو لخوا په دغه ډول بریدونو کې ګورئ…»

یاده دې وي دا برید په داسې حال کې کېږي چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې طالبان له دولتي امنیتي ځواکونو سره په پراخو ډله ایزو جګړو کې بوخت دي.

له بله پلوه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني مشر جنرال جوزیف ډانفورډ ويلي دي چې ټاکنیزو ناندریو په امنیتي ځواکونو ه بده اغېزه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Yousaf

What about Small Children & women all of them killed & injured by your strong bomb in their houses Mr Zabih all of them (Kafir) please come to hospital in see people who killed you I am shour that is not the work of Muslim

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x