نړۍ

د اسراییلي عسکر په لټه، کثافات ټولونکي جاسوسان

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۳ل): د اسراییلو استخباراتي سازمان د خپلو هغو عسکرو د ځای ځایګي د معلومولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي چې پر غزې د تیر «۵۱» ورځني برید په ترڅ کې نادرکه شوي.

ویل کیږي چې د څارګرو الوتکو او په فیسبوک کې تر مختلفو غولوونکي نومونو لاندې د فعالیت سربیره یې د غزې په ولسي خلکو کې په دې هیله دستوري کسان خپاره کړي چې ګوندې داسې څه واوري چې د ورکو عسکرو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

خو تر ټولو نوی تاکتیک چې د اسراییلو استخبارات ترې استفاده کوي دا دی چې د شپې په وروستۍ برخه کې یا سهار وختي هغو سیمو ته چې په کې د عسکرو د موجدیت شک کیږي، خپل جاسوسان استوي؛ تر څو په لارو کوڅو کې د فلسطینیانو کثافات (خځلې) وپلټي، ګوندې داسې توکي پیدا کړي چې د عسکرو شتون ترې څرګندیږي.

د «المجد» په نامه یوې فلسطینۍ ویب پاڼې لیکلي چې دغه کسان د زخمونو پټۍ او داسې جامې چې وینې پرې پرتې وي له ځان سره وړي او بیا یې طبي لابراتوار ته د DNA د معایناتو لپاره ورکوي او بیا یې د ورکو عسکرو له DNA سره پرتله کوي؛ ترڅو معلومه کړي چې ایا دغه په وینو لړلې پټۍ او جامې د ورکو عسکرو دي او که نه.

یاده ویب پاڼه وايي چې د دغو جاسوسانو یوه ډله د فلسطینیانو له خوا نیول شوي او ځینو یې اعتراف هم کړی چې د اسراییلي استخباراتو ورسره د سترې مالي معاوضې ژمنه کړې، او د داسې اسنادو او شواهدو غوښتنه یې ترې کړې چې پر مټ یې د بندي عسکرو ځای ځایګي معلوم شي.

د یادونې وړ ده چې پر غزې د وروستي برید په ترڅ کې ګڼ شمیر اسراییلي عسکر داسې نادرکه شوي چې مړی او ژوندی یې ورک دی او ګومان کیږي چې د فلسطین جهادي ډلې (حماس) ګوتو ته ورغلي.

خو د حماس ډله د ورکو اسراییلي عسکرو په اړه د هر ډول معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کوي او وايي چې په دې شرط یې د نیول شویو عسکرو د شمیر او برخلیک په اړه د معلوماتو په ډاګه کولو ته تیار دي چې اسراییل په غزه کې د خپلو جاسوسانو لیست دوی ته وروسپاري.

ویل کیږي چې د حماس دې هیښوونکي شرط نه یوازې اسراییل د ډانګ او پړانګ ترمینځ ایسار کړي، بلکې په غزه کې یې یو شمیر جاسوسان اړ ایستي چې د اسراییلو له لوري د افشا کیدو له ډاره پخپله ځانونه د حماس مجاهدینو ته تسلیم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x