افغانستان

فراه: ناپېژاندو کسانو یوولس تنه وژلي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۳ل): د فراه ولایت مسوولین وايي چې د دې ولایت په پشت کوه ولسوالي کې یوولس تنه عام وګړي وژل شوي دي.

ویل کېږي چې دغه یوولس تنه نن د پشت کوه ولسوالي په قلعه کاه سیمه کې د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوي دي.

د فراه د والي ویاند وايي چې د دې ولایت پنځلس تنه ایران ته په سفر و، چې یوولس يې له ورته برخلیک سره مخ شول.

د نوموړي په خبر څلور نو سخت ټپیان شوي دي چې دم ګړۍ تر درملنې لاندې دي. د فراه د والي ویاند جواد افغان وايي چې دوی به پلټنې وکړي.

جواد افغان وايي چې وژل شوي ټول عام وګړي دي او دغه کار طالبانو کړی دی، مګر طالبانو تراوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x