د نن سرلیکنه

اوس به څه کیږي؟ _ سرمقاله

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: داسې ښکاري چې په کابل کې د انتخاباتې لانجې طغیانې کیدل خپلې وروستۍ كچې ته رسیدلي او دهغې د هواري لپاره د سپینې ماڼۍ ټولې هلې ځلې له ناکامي سره مخ دي.

ځیني سیاسي شنونکي په کابل کې د امریکې د سفیر تازه بدلون هم د کابل په وروستیو جنجالي جریاناتو پوري تړلی بولي. مخکي به د انتخاباتي پروسې مدیریت په غیر مستقیمه توګه د امریکايي دیپلوماتانو لخوا ترسره کیدو ،خو اوس چې نوموړې پروسه جنجالي شوې د هغې هواري او ور پوري تړلي ټول موضوعات د یوناما په دفتر او امریکي په سفارت کې ښکته پورته کیږي، خو بیايې هم ورته هیڅ حل لاره نده موندلې.

ولس مشر کرزی چې یوه میاشت مخکې یې خپل قانوني وخت پایته رسیدلی د دې پرځای چې خپل راتلونکی تصمیم د افغانستان له قانوني مراجعو سترې محکمې او ولسي جرګې سره مطرح کړي د ملګرو ملتونو استازي او په کابل کې د امریکاسفارت ته د ارګ پریښودلو اخطارونه ورکوي.

دځینو باوري سرچینو په حواله ویل کیږي چې په شمال او خپله د کابل په ښارکې د شمالي ټلوالې اړوند يوزيات شمير وسله وال په معینو سیموکې د پوځي تجمعاتو اوسوقیاتو په حال کې دي تر څو پر امریکایانو او ملګرو ملتونو دا فشار راوړي چې که د ټاکنو پایلې د دوي په خوښه اعلان نه شي نو دوی به پر وسله وال اقدم لاس پوري کوي.

د يادو سرچینو په حواله داهم ویل شوي چې ولسمشر کرزی غواړي د ټاکنو د پایلو تر اعلان مخکي خپل ځان نامعلوم خوندي ځای ته منتقل کړي.

له دغه بي ثباته او ګډوډ سیاسي وضعیت نه په استفادې سره په کابل کې امنیتي وضعبت دې حد رسیدلی ته چې غیر مسؤل وسله وال له دولتي وسائلو او تجهیزاتو څخه په استفادې سره د کابل ښار په ډیرو خوندې سیموکې په لوی لاس بي نظمې او نا امني جوړوي او هیڅ څوک یې د تعقیب او پوښتنې توان نه لري.

په کابل ښارکې امنیتي ځواکونه د خپل عمدي اغفال له مخې نه غواړي مجرمین تعقیب كړي ، بلکې په ډیرو مواردوکې دوی خپله ورسره يولاس دي او غواړي په دې کار سره وضعیت له کنټروله وتلی ښکاره کړي.

د امریکې د متحده ایالاتو ولس مشر بارک اوباما چې په عراق او سوریه کې د نویو تحولاتو له کبله سخت تر فشار او نیوکو لاندې دی د افغانستان د انتخاباتي سیالانو له طولاني کشمکش څخه نور مایوسه ښکاري ، خو د افغانستان له سیاسي وضعیت څخه د اوباما مایوسي شمالي ټلوالې ته نورهم د شرارت جوړولو جرأت ورکوي او غواړي په خپل قدرت نمايي سره هم امریکایانو اوهم خپل سیال ټیم ته دا وښیي چې لکه څرنګه چې یې د ۲۰۰۱ په غوڼده کې د هیواد په سیاسي اقتدار کې خپل سهم ترخپل حجم زیات ترلاسه کړ اوس هم د هماغه پوځي زور په وسیله کولای شي د انتخاباتي پروسي جریان په جبري توګه د ځان په ګټه پایته ورسوي.

خو غیر مسؤل وسله وال(شمالي ټلواله) پردې خبره باید سر خلاص کړي چې د ۲۰۰۱ اود ۲۰۱۴ کال دشرائطو ترمنځ ډیر توپیر دی ، هغه مهال دوی د امریکایانو په مرسته ځانونه د هیواد دسیاسي او پوځي صحنې ګټونکي بلل ، خو اوس چې د دوي حامیانو(امریکایانو) هم دلته د ولس د برحق مقاومت په مټ ماتې خوړلې ، دوی ته به کله هم بیا د دوی په خوښه د افغانستان د سیاسي اقتدار د تصاحب چانس په لاس ورنشي.

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x