ټولنیزه برخه

(کاش زنده ګی زنده عقب داشت)

لیکوال: انجنیر محمد افضل ذاکر

د غرمې دولس بجې وې د څلورم کال اووم سمستر وروستۍ ازموینې مو وې، بس دغه ورځ مې د ازموینې وروستۍ ورځ وه، هېڅ تیاری مې هم نه و نیولی، د کتاب لوستلو ته مې هم زړه نه کېده، له دفتر نه د پوهنتون په لور رهي شوم ، پلی پر لاره روان وم، ډېرو سوچونو او فکرونو راته پر سر درد کړ؛ ځکه چې ما ازموینې ته پوره تیاری نه و نیولی،  د موټرو تم ځای ته ورسېدم ګوره د یوه دوکان مخې ته یوه روپۍ افغانۍ پرته وه، لاس مې ښکته کړ او راپورته مې کړه، زړه کې مې وویل چې دا دې دوکاندار ته ورکړه، چې ومې کتل د روپۍ په داخل کې دا جمله لیکل شوې وه (کاش زنده ګی عقب داشت).

د دې جملې په لوستلو مې سوچ او فکر یو دم بلې خواته واوښت او زړه مې ونشو چې دوکاندار ته روپۍ ورکړم، له ځان سره مې وساتله پوهنتون ته ورسېدم ازموینه مې ډېر خوندوره نه و، بېرته د ازموینې له صحنې څخه خفه را روان شوم؛ خو دومره هم خفه نه وم لکه چې وړاندې وم.

سوچونه او فکرونه مې ټول د بلې دنیاګۍ لور ته لاهو شول، د سوچونو په لالهانده دریابونو کې مې پېښې ورښکته کړې او ځان سره مې وویل: یو مضمون دومره سخت زور غواړي، نه پوهېږم چې په هغه سخته ورځ به مو څه حال وی؟

بېرته مې د دفتر په لور د تګ تکل وکړ، زموږ د دفتر ساتونکي (خلیل کاکا) راته وویل: ذاکره ډېر سرګردانه ښکارېږې! ما ورسره ټوکه وکړه چې کاکا ما یوه روپۍ پيدا کړې ده، هغه راته موسکی شو، ما ورته کړه، ډېره ښایسته جمله پکې ليکل شوې، ته خو په دري ژبه تر ما ښه پوهېږې.

کاکا چې کله دا جمله (کاش زنده ګی عقب داشت) ولوستله؛ نو یو دم یې حالت بدلون وموند، داسې په فکر کې ډوب شو تا به ویل چې  په توره بحیره کې یې د سوداګرۍ د دوه درجنو بیړیو د له منځه وړلو خبره اوريدلی وي.  راته یې وویل ذاکره پيسې هېڅ وفا نه لري، انسان باید هر ګړۍ د خپل ابدي ژوند لپاره چمتوالی ولري. په ژوند هېڅ بروسه نشته. هغه د شاعر خبره:

په دنیا کې که څه کار دی خو د دین دی

د دې کار په کننده وو آفرین دی

د خلیل کاکا پر دې خبره مې ځان د دې لهانده دنیاګۍ د ژورو دریابونو ساحل ته وباسه، زړه مې ډاډ وموند، ازموینه مې له هېره ووته او خولې مې له زړه سره راغبرګه کړه، دا دنیاګۍ هېڅ وفا نه لري، دلته موږ ټول د ګاذبو سوچونو او ارمانو تږي یو، د اصلي موخې لاره رانه نادرکه شوې، هغه لاره چې موږ تر خپل خالق او پالوونکي پورې رسوي. زړه کې راوګرځیدل چې:

اې کاش چې موږ پر دې پوهېدلی وای چې ژوند یعنې څه؟
اې کاش چې موږ د دې مجازي دنیاګۍ له سرګردانه خوبه راپاڅیدلي وای!
اې کاش چې موږ د کاذبو ارمانو پر نلي نه وو ولاړ!
اې کاش چې موږ ژوند په معنی درک کړی وای نه پر خوندونو!
اې کاش چې موږ یو بل ته زړونه لکه سپین ململ، سپین کړي وای!
اې کاش چې موږ د انسان د وینو تږي نه وای!
اې کاش چې موږ د خپل څښتن تعالی اوامرو ته له بل هر څه وړاندې لبیک ویلی وای!
درېغه! چې موږ داسې نه دي کړي او لا هم پر هغو تاریکو او لالهانده لارو روان یو چې ابدي ژوند مو له خنډونو سره مخ کوي.
همګي واړه ټګان دي ټګي کاندي
فروشنده او خریدار د دې دنیا
لکه سوری د آفتاب په مخ کې ګرځي
نشته هېچرې قرار د دې دنیا
یو فساد به یې بیان په رحمان نشي
فسادونه دي بسیار د دې دنیا

که موږ انسان ته مینه او الفت ورکړی و، که موږ انسان ته په هغه مقام چې الله جلاجلاله ورته نغوته کړې، کتلي وای، که موږ هغه اصولو او تګلارې پلي کړي وای کومې چې د بشریت لارښود راښودلي دي هېڅکله به هم د روانو بدمرغیو او کړغیړنو حالاتو شاید نه وو.

موږ یواځې اوږد او هوسا ژوند ته هوسیږو، د دې لپاره له بزرګانو دعاګانې غواړو، د میندو لاسونو ښکلوو، پر کوچنیانو د شفقت لاس راتېرو؛ خو د دغه ژوند ټوله هوساینه موږ ته جوته ده، د دغه ژوند په بدله کې چې موږ کومې ابدې ورځې لرو د هغو لپاره مو له هېچا سره هم نه د مرستې او دعا غوښتنه ونه کړه، د هغه ژوند له پاره مو هېڅکله هم د میندو او پلارونو مخ ته د خوښۍ پر سترګه ونه کتل، د هغه ژوند د هوساینې لپاره مو هېڅکله هم هغسې چې ښایي الهي اوامرو ته لبیک ونه ویل، نو درېغه چې بیا هم موږ د روانو بدمرغیو او ناخوالو نه سرټکوو، که موږ خپلې کړنې سمې نه کړو، په ژوند کې یو بل ته مینه ورنه کړو، انسان ته د انسان پر سترګه ونه ګورو، د کاذبو ارمانونو او تاریکو خواهشاتو له درانه خوبه راپانڅو نو همدا تیندکونه دي چې وهو به یې، او سرونه مو به د وخت د ناترسو او مغررو واکدارانو له خوا وهل کېږي.

دریغه! اوس هم وخت دی، لا مو د ژوند د ورځو او شپو پاڼې د خزان بادونو نه دي وهلي او نه هم لا د دې روانو بدمرغیو له لاسه مړه شوي.

راځئ! د ابدي ژوند لپاره سره کار وکړو، د انسانانو زړونه خپل کړو، مینه ورکړو، محبت ورکړو، بغض، کېنه، عداوت او دښمني له زړونو نه وباسو، دغه د څو ورځو پر ژوند مغروره نه شو، د دغه ختمېدونکي ژوند په مقابل کې ابدي ژوند هوسا او آرامه کړو. موږ د دنیایي ازموینو لپاره څومره زیار باسو، د دې مجازي دنیاګۍ لپاره څومره ارمانونه لرو، کله مو چې پوهنتون، مکتب، مدرسه او کوم بل ځای کې ازموینه وي څومره ورته زیار کښو، تر څو مو پایلې ښې او لوړې راوځي؛ خو دریغه هغه ابدي ژوند ته مو هېڅ داسې کار ونه کړ،  چې ځانونه د لوړو مقامونو وړ وبولو.

هېڅ ثابته نه کړه چا د دې دنیا وفا
واړه مینې کاندي بې وفا په دا دنیا

دا فلک کلال دی ساز و ماتول کا
ډېر یې ما و تا غوندې پیدا کړل هم فنا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x