افغانستان

طالبان: په سرپل کې د قومندان په ګډون لسګونه اربکیان راسره یوځای شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۳ل): ویل کېږي چې د سرپل ولایت په کوهستان ولسوالي کې  د اربکیانو قومندان له خپلو یو څلویښت ملګرو سره د طالبانو ملګری شوی.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې قومندان حکیم له خپلو یو څلویښت ملګرو سره د کوهستان ولسوالي په قرغیتو سیمه کې له دوی سره یوځای شوی دی.

ویل کېږي چې طالبانو د سرپل ولایت د کوهستان ولسوالي اړوند دغه سیمه څو ورځې وړاندې په ولکه کې کړې وه او یاد اربکی قومندان له خپلو ملګرو سره په تېښته بریالی شوی و، چې نن د سیمې د سپین ږیرو په منځګړیتوب طالبانو ته تسلیم شو.

طالبان وايي چې دوی د خپل جلب او جذب کمیسیون په هڅو قومندان حکیم او د هغه ملګري له یو ویشت کلاشنکوفونو سره د ځان ملګري کړل.

دا په داسې حال کې دی چې تېره پنجشنبه هم د غور ولایت چارواکو تاید کړه چې طالبانو دېرش عسکر ژوندي نیولي دي، او هم مهاله د ننګرهار په سپین غر کې هم څوارلس اربکیان له طالبانو سره یوځای شول.

پر دې سربېره طالبانو پرون هم د جوزجان ولایت په خم آب ولسوالي کې د قومندان په ګډون د پنځلسو اربکیانو د تسلیمۍ خبر ورکړ.

یاده دې وي چې تېره ورځ د پکتیکاپه یحی خېل ولسوالي کې هم د یوې پوستې اربکیان په ناڅرګند لوري تښتېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x