نړۍ

بک میکین :که ریمنډ خوشي نه شي له پاکستان سره به دامریکا مرسته ودریږی

mckeon_howard_1دامریکا دګانګریس غړو ګواښ کړی که ریمنډ ډیوس (ددو پاکستانیانو قاتل) آزاد نشي له پاکسان سره به دامریکا مرستې ودریږي .

د(آرمډ سروسیز) شرکت مشر بک میکین په واشنګټن کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل ،چی پاکستاني چارواکي يې په دې خبر کړي چې دامریکا ګانګریس په کالني بودیجه (بجټ) باندي کار کوي .

له بک میکین نه پوښتنه وشوه چې ایا دریمنډ ډیو س دازادولو غوښتنه که ونه منل شي دپاکستان مرستې به له خطر سره مخامخ شي ؟ نوموړي وویل هو دا کیدای شي.

ریمنډ ډیوس دوې اونۍ وړاندي دپاکستان په لاهور ښار کې دوه پر موټرسایکل سپاره پاکستانیان په ډزو وویشتل او ځاي پرځای ووژل شول.

دوې ورځې وړاندي دامریکايي تبع ریمنډ ډیوس په لاس دوژل شوي پاکستاني ځوان میرمنې شمایلې فهیم ځان وژنه وکړه ،شمایلې په خپل وروستي پیغام کې خبریالانو ته وویل چې عدالت ددې دڅښتن دقاتل دمحاکمه کولو په قضیه کې هیڅ پر مختګ نه دي کړې ددې زیات کوششونه روان دي چی قاتل ازاد شی ،ما نور داحالت نشواي زغملي ځکه ځان وژنې ته مجبوره شوم.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x