شعـــــرونه

غزل‎ – حمدالله حلمیار

دلته دورځی وي تیاره ، ځـــــکه څراغ لګیږي
دتورو شپو غشي چي سیخ پر سپیده داغ لګیږي

د یو چا زړه لکه د پـوري غره روانـــه چیـــنه
اوبه یـي تل زموږ د ستړي ژوند پر باغ لګیږي

هیواده! ستا یخه هـــــــوا  به له جنته راځي؟
ځکه خو دومره مســته مســته پر دماغ لګیږي

دهغو خلګــــو به بچیان مري درنځو له لاســه
د چا په حکـــم چي پر روغـو سرو داغ لګیږي

نو حلمیاره! که دا ته وی او دا تریــــخ حقیقت
بس هره ورځ به دي په ولــیو کي کنداغ لګیږي

حمدالله حلمیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x