افغانستان

زورورې چاودنې، لوګر کې د اربکیانو پوسته ویجاړه او درنه مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۳ل): نن ماسپښين د لوګر ولایت د مرکز اړوند د کلنګار په قلعه نو سېمه کې د اربکیانو په یوې پوستې کې، چې په دوه پوړیزه ودانۍ کې یې موقعیت لاره، زوروره چاودنه شوې او درنه مرګ ژوبله یې را منځته کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې مسؤلیت مني او دا یې یوه تکتیکي چاودنه وبلله.

د ښاغلي مجاهد په وینا، په دې چاودنه کې د یادې پوستې د اربکي قوماندان ملاګي په ګډون ټولټال لس تنه اربکیان وژل شوي او ګڼې وسلې او مهمات ویجاړ شوي؛ خو د ټپيانو او نورو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالب ویاند اربکی قوماندان ملاګی خپل یو سرسخته دښمن او په سېمه کې د ملکي وګړو په ځورونه او کړونه کې ښکېل او ظالم کس بللی.

د لوګر سیمه یېزو امنیتي چارواکو د پېښې د څرنګوالي په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ویل کېږي، چې د چاودنې پر مهال د پوستې قوماندان او نور محلي پولیس پر قمار بوخت ول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x