
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۹مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د عمران خان د تحریک انصاف او د طاهر القادي د پاکستان عوامي تحریک له خوا پنځلس ورځنی لاریون نن هغه مهال په تاوتریخوالي واوښت چې لاریونوالو د پارلمان ودانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه.
د عمران خان او طاهر القادري پلویان له تېرې کابو یوې اوونۍ راهیسې د پارلمان، ولسمشرۍ او صدارت ماڼیو مخې ته خیمې لګولې وې. دا ځای د اسلام اباد د زړه دی، چې ډي چوک نومېږي.
د شنبې شپې دوولسو بجو شاوخوا د دواړو حرکتونو پلویانو د پاکستان پارلمان ودانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه.
تر دې دمه (د راپور لیکلو پر مهال) ۲۰۰ لاریونوال ټپیان دي. پولیسو هغه مهال پر لاریونوالو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه، چې دوی وغوښتل د پارلمان ماڼۍ ته ننوځي.
د یادولو وړ ده، چې ټپیانو کې پولیس هم دي.
شخړه لا هم روانه ده، د نورو جزیاتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ.