دچیچنیا دازادی غوښتونکو جنګیالیو مشر دوکوعمروف دمسکودفدایی برید پړه په غاړه واخیسته

mr_Umarovدقفقازداسلامی امارت امیر ډوکو عمروف ویلی چی تیره میاشت دمسکو پرهوایی ډکر باندی برید ددوی یو مجاهد ترسره کړی وو.
هغه برید چی تیره میاشت دمسکو پرهوایی ډګرباندی دبهرنی مسافرو درارسیدلو پرتم ځای باندی ترسره شوی وو، ۲۴ کسه ووژل اوڅه دپاسه ۱۸۰کسان یې ټپیان کړېوه.
په یو ویډیویي پیغام کې ، ښاغلی عمروف وویل چی دا برید په قفقازکی دروسیې دمجرمانه کړنو یوغچ وو، ده زیاته کړه چې په روسیه کې به ورته بریدونه نور هم وکړې.
ښاغلی عمروف چی دقفقاز د اسلامی امارت امیر دی له ۱۹۹۶ څخه بیاتر۱۹۹۹پوری دچیچنیا دجلا شوی حکومت دامنیت وزیر پاته شوی دی.
نوموړی دچیچنیا له ډیرو وتلو څیرو څخه یوه مهمه څیره ګڼل کیږی.
عمروف همدارنګه تیرکال دمارچ دمیاشتی دچاودنو پړه هم په غاړه واخیسته، کومی چی دمسکو دمټرو پر تم ځای باندی ترسره شوی وې
او همدارنګه نوموړي زیاته کړه چی دنومبر۲۰۰۹برید چی له مسکو څخه وپټرسبرګ ته په لاره یوه اورګاډی کی ترسره شوی وه او ۲۶کسه پکی وژل شوی وه هم ددوی یو ملګری ترسړه کړی وو.
ښاغلی عمروف چی عسکرې جامې یې په غاړه وې او په روسي ژبه یې خبري کولې، وې ویل چی دا یو خاص برید وو او زما په امرسره ترسره شوی وو که دلوی الله رضاوه دا رنګه نور بریدونه به نور هم دوام ولري.
دخبروپه جریان کی نوموړی وویل چی ددنیا په هرګوټ کی نن صبا مسلمانان په نښه کیږي، سوډان ته په اشاره کولو سره نومړی زیاته کړه چه دمسلمانانو په وړاندی دیهودو اوعیسایانو ډیری سختی دسیسې رواني دی چې داسرائیلو اوامریکا لخواڅخه سرپرستی کیږی.
په اخرکی ښاغلی عمروف وویل چه دی اودده مجاهدین په قفقاز کی داسلامی نظام دپلی کیدو لپاره مبارزه کوی اوبی شمیره فدایان تیار دی چی ددی نظام لپاره ځانونه قربانی کړی.
دښاغلی عمروف څرګندونی په داسی حال کی راڅرګندیږی چه تیره میاشت دروسی تحقیقاتی ادارو خبر ورکړی وو،  چې هغه فدایی برید کونکی چی دمسکو پرهوایی ډګر یی برید کړی وو دشمالی قفقاز اوسیدونکی یو ۲۰کلن ځوان وو.   
بخت الرحمن بخت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د