نړۍ

اسلام اباد: لاریونوال د صدارت پر لور

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۹مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان پولیسو هغه مهال پر لاریونوالو د اوښکې بهوونکي ګاز ډزې وکړې، چې غوښتل یې د لومړي وزیر نوازشریف رسمي استوګنځای، د صدارت ماڼۍ ته ننوځي.

د ۲۵۰۰۰ شاوخوا لاریونوالو د تېرې شنبې د شپې ناوخته صدارت ته له هغې وروسته د ننوتو هڅه وکړه، چې تېره ورځ د پوځ په منځګړیتوب د حکومت او مخالفو ګوندونو ترمنځ خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.

لاریونوال د اګسټ له پنځلسم راهیسې د نوازشریف د استعفا غوښتنه کوي. تېر کال پاکستان کې ټاکنې وشوې. تر اوسه د نوازشریف د حکومت کابو څوارلس میاشتې کېږی. حکومت استدلال کوي، چې د مخالفینو غوښتنې قانوني نه دي.

حکومت په زغرده ویلي، چې نوازشریف به استعفا ورنه کړي.

کله چې تېره پنجشنبه حکومت له پوځه وغوښتل چې منځګړيتوب وکړي، داسې وېره خپره شوه، چې هسې نه دا منځګړیتوب د «سپينې کودتا» پیل وي.

د یادولو وړ ده، چې دا پېښې پلازمېنه اسلام اباد کې د شپې له دوولسو پیل شوي او تر اوسه (په ځايي وخت درې بجې) روانې دي. تر اوسه حکومت رسما کومه څرګندونه نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x