نړۍ

د اخوان المسلمين مشر په ټول عمر بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۹مه، ۱۳۹۳ل): د مصر جنايي محکمې د اخوان المسلمين عمومي لارښود دکتور محمد بديع او پنځه تنه نور مشران د اعدام پر ځای په ټول عمر بند محکوم کړل.

په دغو کسانو کې د دکتور محمد بديع په ګډون، عصام العريان، محمدالبلتاجي، حسيني عنتر، عصام رجب او محمد جمعه شامل دي.

د مصر د اساسي قانون له مخې د اعدام وروستۍ پرېکړه بايد د مصر ستر دولتي مفتي وکړي.

دکتور بديع او د اخوان المسلمين نور مشران د تېر جون په ۱۹ نېټه د لاريونونو په ترڅ کې د تاوتريخوالي او پوليسو د وژلو په تور په اعدام محکوم شوي وو، مګر د مصر مفتي عام د اګست پر اوومه نېټه د مصر د جنايي محکمې دا پرېکړه رد کړه.

له همدې امله د مصر جنايي محکمې په خپله وروستۍ پرېکړه کې د دکتور بديع په ګډون د اخوان المسلمين شپږ مشران د اعدام پر ځای په ټول عمر بند محکوم کړل.

په عين حال کې د اخوان المسلمين شپږ تنه نور مشران د هغوی په غیاب کې په اعدام محکوم شوي دي.

د مصري محکمې دا پرېکړې د اخوان المسلمين پر ضد د هغو کړنو برخه ده، چې د مصر اوسنی واکمن غواړي، اخوان المسلمين له سياسي ژونده بې برخې کړي.

د عفوې نړيوالې ادارې په خپل وروستي راپور کې ويلي و، چې د اخوان المسلمين پر ضد د مصري محکمې پرېکړې محکمې پسې ريشخند وهل دي او هيڅ قانوني حيثيت نه لري.

د شهيره امين په نوم يوه ژورناليسته چې د محکمې د پرېکړې پر مهال موجوده وه وايي: د قاضيانو له رواني حالته داسې بريښدل، چې د پوځي واکمن او اوسني ولسمشر جنرال عبدالفتاح السيسي لخوا پرې رواني فشار وي او د دې پرېکړو لپاره قاضيانو سره قانع کوونکي دلايل هم نه وو.

شهيره امين وايي: « زه په پوره باور ويلی شم، چې د اعدام سزا پر ټول عمر بند بدلول يوازې او يوازې د اخوان المسلمين د پرله پسې لاريونونو او مظاهرو له امله شوی دی؛ ځکه چې اخوان المسلمين اوس هم د حکومت پر ضد نه ستړي کېدونکي لاريونونه او مظاهرې کوي»

د ولس پر رايو ټاکل شوی د اخوان المسلمين حکومت تېر کال د جولايي په مياشت کې د پوځي کودتا پر مټ نسکور شو او د ولسمشر محمد مرسي په ګډون د اخوان المسلمين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران تر اوسه بنديان دي او په زرګونو پلويان يې د پوځي کودتايي رژيم لخوا ووژل شوو.

مرسي او د اخوان المسلمين مشران اوس هم د يو شمېر تورونو له امله په زندان کې شپې ورځې تېروي.

څه موده وړاندې د مصر جنايي محکمې پر مرسي تور لګولی و، چې حماس لپاره يې جاسوسي کړې او قطر ته يې د مصر د ملي مصالحو اړوند پټ اسناد ورکړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د محمد مرسي حکومت د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون د يو شمېر عربي هېوادونو په مالي او سياسي مرستو نسکور شو.

په عربي نړۍ کې قطر يوازنی هېواد و، چې د مرسي د قانوني حکومت د نسکورېدو پر ضد يې غږ پورته کړ او له همدې امله يې سعودي عربستان او اماراتو سره اړيکې تر اوسه ترينګلې دي.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x