الجزيره : نوفل او ملګري يي په سختو شکنجو کي ساتل سوی وو

Nofal  وروسته له دي چي نوفل خپل کور ته راستون شو، ويلې: د غزه ډيری زندانيان د مصر په زندان کي ترسختو شکنجو او تعذيب لاندي وو، محققينو به د برق او نورو سپکونکو وسائلو په ذريعه شکنجې راکولې.

 نوفل د خپلو خبرو په دوام کي چي د الجزيره ټيلويژون له خبريال سره يي کولې، دې ته هم اشاره وکړه ، چي د عريش په يوه څنډه کي د مصري ځواکونو له لوري هغه مهال ونيول سو،

چي د غزة او مصر ترمينځ ديوال ونړول سو، او د غزة ډيری اوسيدونکي همالته محاصره شول، ده دا هم تائيد کړه چي اته مياشتې يي د عريش په زندان کي تيري کړي، چي وروسته بيا مرج زندان ته واستول سو، او هلته يي نوره موده تيره کړي ده. 

نوموړي وويل: تحقيق يي ډير سخت وو، يوازي په يوه وړه کوټه کي اچول سوی و، له نورو زندانيانو سره يي هيڅ ډول رابطه نسوای کولاي، تردي چي هغه وړه کړکۍ يي لا هم ورپسي بنده کړې وه چي د ده د کوټې په دروازه کي لګيدلي وه، د برق تارونه به يي نژدې راته ايښي وو، ترڅو ما ورباندي وويروي ، او له خوبه به يي منع کولم. 

دا هرڅه په دي چي زه او زما نور ملګري د اسرائيلو او امريکايانو دښمنان يو.

 

نوفل په غزه کي د حماس د ډلې يو پخوانی قومندان وو، او د مصر له زندان څخه په تيښته بريالی سوی او غزه ته رسيدلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د