نظــر

له ارګه به اذان راپورته کېږي!

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحیمي
کلونه پخوا مې د طالبانو یوه ویډیو لېدلې وه، چې دوه جاسوسان له اقراره وروسته ووژني؛ هلته مې د دوی له خولې واورېدل چې دوه سوه ډالر، تقریباً چې تقریباً لس زره افغانۍ کېږي دوی ته ورکول کېدې. د جاسوسانو اداره چې دوی يې د ملي امنیت ریاست بولي ماته سم د انسان وژنې فابریکه ښکاره شوه، جالبه وه په لس زره افغانۍ میاشتني معاش هغوی په میاشت کې په اوسط ډول لس تنه ورته وژل، چې په دې ډول دې جاسوسانو په زر افغانۍ یواځې یو تن خپلې ادارې ته لوی جنایتکار معرفي کاوه او واژه يې.

له دې صحنې وروسته چې زما د ملي امنیت په باره کې لومړني معلومات و، له پرېمانه حوادثو سره مخ شوم، وامې ورېدل او ومې لیدل چې په دې اداره کې څنګه خلک مقررېږي او څه ډول چلند يې عادت دی؟ له دوی نه د انسانیت تمه د انساني کرامت لوی سپکاوی دی؛ معلومه خبره ده چې د ملي امنیت اداره چې د جاسوسۍ کار ترسره کوي د یو هېواد لپاره یوه مهمه بنسټیزه ادارده، خو دا اداره دیو نظام لپاره مهمه ده، نه د ملت لوټونې د کومې ډلګۍ لپاره، زموږ په هېواد کې چې له الفه تر یا ټولې چارې د بهرنیو په مستقیمو لار ښوونو ترسره کېږي د داسې ادارې شتون یواځې د اسلامي ارزښتونو د چور او چپاول په ماناده.

د کابل په بادام باغ سیمه کې په زندان کې مېرمنې او هغه نارینه زندانیان ساتل کېږي چې عمر يې له اتلس کاله ښکته وي، د مېرمنو له برخې ځکه څه نه وایم  چې د ملت لوټونې د دې پروسې یوه لویه ځانګړنه د مقابل جنس توهین او ورسره ناروا اړیکې دي، پر هغې به یواځې د یوې ایرانۍ خبریالې «جرایم عاشقانه کابل» ترسرلیک لاندې ویډيويي فلم کفایت کوي. خو د ماشومانو په برخه کې يې داسې جرایم ترسره کېږي چې د یو ذرې ایمان لرونکی به هم وړچوي. له دې زندانه په تېر اختر کې یو ماشوم زنداني راخوشي شو، هغه وايي چې په زندان کې یو بل کندهاری ځوان چې په عمر کې تر اتلسو کلو پورته ښکارېده، خو امریکایانو دې زندان ته په زور راوستی و، په نوموړي دا تور و چې ګواکې موټر بم استشهادي برید يې کاوه، او ده امریکایانو ته اقرار نه کاوه، نو دا د امریکایانو عادت دی چې کله هم د چا په اعتراف کې پاتې راشي نو بیا يې د اعتراف لپاره خپله افغاني وحشیانو ته سپاري، د ماشوم زنداني له قوله چې یوه ورځ يې د پلټنې په موخه د مدیر میز ته په څوکیو کې کتار کېنولي وو، چې همدا زنداني څو د غټو مټو خاوندانو زموږ په مخکې په وینو کې لت پت وغورځاوه، مدیر په قهر خپلو وهونکووحشیانو ته وویل، چې لا تر اوسه يې اقرار نه دی کړی؟ هغو مایوس سرونه ورته وښورول، د زندا د تحقیق مدیر ده ته مخ کړ او ورته ویې ویل چې ګوره امریکایانو نن ورځ اخري هدف ټاکلی هغوی نن راځي او ته باید نن هرو مرو اعتراف وکړي، د زنداني له قوله وايي هغه سر راپورته کړ او مدیرته يې په زنګيدلي غږ وویل چې دا خو اسانه خبره ده، خو تاسې لومړی یو ګیلاس اوبه راکړئ چې ويې څښم ټوله کیسه درته کوم.

دمدیر په تندي کې خوښي ښکاره شوه، زنداني يې په څوکۍ کېناوه او له اوبو ډک ګیلاس يې ورکړ، هغه په یوه سا اوبه وڅښلي او ګیلاس يې د مدیر په مېز کېښاوه، په ارامه يې ورته وویل:
ـ مدیرصاحب! اوبه دې ولیدې چې ومې څښلې، خو ته به د نر زوی يې ته يې په ما ومنه چې اوبه ما وڅښلې!؟
له هغه وروسته مدیر ته غوسه ورغله او دغه ځوان يې پر همدې ورځ خپلو بادرانو ته خصي کړی ور حواله کړه، دې ورته لسګونه نورې پېښې، د همدې زنداني خبره ده چې هره وخت به يې تحقیق ته غوښتو نو د تحقیق مدیر به په ریشخند راته ویل: تاسو خو هم قربانۍ پرې ورکولې، اوس مو خدای ته ورغږ کړئ!

له داسې جنایاتو سره د تنکیو ځوانانو، علماوو، روحانیونو، قومي مخورو او مشرانو مخ کول د ملي امنیت د منحوسې ادارې د مامورینو د فعالیت نتېجه ده. د همدې ادارې په مټ د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې علمي بنسټونه له منځه وړل کېږي او آن د شخصي دښمنیو په خاطر يې ډېر ځوانان تر ګوانتانامو ورسول او ځينې يې د وحشي قومندانانو په زندانونو کې بې ګوره او بې کفنه لادرکه کړل.

خو پرون د استشهاد له اټومي بټۍ شپږ تنو سرتېرو د ننګرهار په همدې منحوسې ادارې رڼا ورځ توره شپه کړه او د ګڼو مظلومو زندانیانو او شهیدانو غچ يې ترې واخیست، دا شپږ تنه خدايي سپاهیان د هماغو کرغېړنو خولو ځواب و، چې زندانیانو ته به يې د خدايي مرستې د رارسېدو خبرې کولې، په دې شپږو تنو پنځه ساعته جګړه د دښمن اویا تنه د مرګ کندې ته ورټېل وهل او درې اتیا نور يې ژوندي مړي کړل، چې نه به ان شاء الله بیا د جنایت وس ولري او نه به هم بیا د خدايي دعوه وکړي.

د خیبري فتوحاتو په دې تکبيري ماحول کې د داسې شرنګيدلي برید خبر زرګونه داسې زړونه ټکور کړل چې تر اوسه لا د ملي امنیت د بدبختې ادارې له لاسه تر ژوند په مرګ خوښ ښکارېدل، د استشهاد له سنګره په دښمن دغه تندریز ګوزار هغوی ته ښکاره په غوږو کې د تکبیر ملکوتي کرېږې ورننویستي او د هغوی په سینو کې د پردیو لباره ټوپوهونکي زړونه يې يو ځل بیا پر دې معترف کړل، چې د الله ج ډله د بنده ګانو د بې وسه جسدونو پر وړاندې، د میلیاردونو ډالرو پر وړاندې، د رینجرو او سیمټي دېوالونو پر وړاندې حقه، بریالۍ او غښتلې ده.

په هېواد کې د دولت په نامه د ملت د زبېښلو دا پروژه اوس باید پردې اعتراف وکړي، چې دوی دیارلس کاله د ملت ځورونې خوند نور په تمامېدو دی او د حق لارویان به پرې د عدالت د پلي کېدو لپاره تر سینو باروت تاووي. په رڼو سترګو به يې وینو چې د ارګ په منځ کې له دنګې مینارې د اذان ملکوتي غږ ته د کابل غرونه خاندي. ان شاء الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x