افغانستان

مستغني: د ناټو په ناسته کې به د دې حکومت یو چارواکی برخه واخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وايي چې که په دوه ورځې د ټاکنو پایلې څرګندې نه شي، نو د ناټو راتلونکې سرمشریزې ناستې ته به د دې حکومت کوم چارواکی ور معرفي کړي.

نوموړي پرون په یوه خبري ناسته کې وویل چې دی هیله من دی چې په دوه ورځې کې به د رایو پایلې څرګندې او نوی ولسمشر به د بریتانیا په ویلز کې د ناټو په سر مشریزه ناسته کې ګډون وکړي.

ویل کېږي چې د ناټو له لوري  دافغانستان اړوند وروستۍ سرمشریزه ناسته به د سپمټبر په ۴ـ۵ مه ترسره شي، چې د قانون له مخې پکې باید د افغانستان نوی ولمشر ګډون کړی وای.

احمد شکیب مستغني وايي چې که چېرته په دوه ورځو کې د ټاکنو پایلې څرګندې نه شي نو اړ یو چې د حکومت کوم چارواکی په دې ناسته کې د ګډون لپاره ولېږو.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر حامد کرزی به د ناټو په دې ناسته کې ګډون ونه کړي، تراوسه څرګنده نه ده چې که چېرته د ټاکنو پایلې معلومې نه شي نو افغان دولت به څوک دې ناستې ته د استازي په توګه ور پېژني.

د اصلاحاتو او همپالنې ډلې غړي فضل الرحمن اوریا ویلي چې د بریتانیا لومړي وزیر له ډاکټر عبدالله عبدالله نه غوښتي چې په دې ناسته کې د افغان استازي په حیث برخه واخلي، خو په خبره يې چې هغه د بوختیاو له امله نشي کولای د ناټو په دې ناسته کې د افغان استازي په توګه برخه واخلي.

یاده دې وي چې ولسمشر حامد کرزي په پوره ټینګار ویلي و، چې د روانې لمریزې میاشتې تر یوولسمې باید د ټاکنو ناندرۍ ختمې او نوی ولسمشر باید لوړه وکړي، چې نوموړي دغه نېټه نه بدلېدونکې وګنله.خو څو ورخې وړاندې د افغانستان لپاره دملګرو ملتو استازي یان کوبیش له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې پر دې ټینګار وکړ چې ولسمشر دې دا نېټه وروستۍ نه بولي او نوی ولسمشر باید د روانې لمریزې میاشتې په نولسمه نېټه لوړه وکړي.

ویل کېږي چې د ناټو سرمشریزه ناسته به راتلونکې پنجشنبه د بریتانیان په ویلز ښارکې ترسره کېږي. ټاکل شوې وه چې تر دې ناستې به په افغانستان کې ټاکنې ختمې او نوی ولسمشر به پکې برخه اخلي، خو ټاکنیزو ناندریو ته په کتو څرګنده نه ده چې په دې ناسته کې به څوک د افغانستان د استازي په توګه برخه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

آقای مستغنی! پوشالی های دولت پوشالی افغانستان باید درک کنند ، که در آن نشست لوی درستیز اردوی افغانستان بایست اشتراک کند نه لز وزراء . زیرا وزرا کُلاً مربوط دولت است که عنقریب به دولت جدید تعدیل میګردد، و وزرا هم مربوط دولت قبلی میشود بناعاً لوی درستیز یګانه الترناتیف برای اشتراک در کنفرانس است وبس!
هوشادار است که کاری دیګر صورت نګیرد در غیر همه کار ها به نابودی میرود

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x