افغانستان

هرات: په ترافيکې پېښه کې اته ویشتو تنو مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۳ل): د هرات ولایت د اسلام کلا اړوند په مسلخ نومي سیمه کې په یوه ترافيکې پېښه کې اته ویشت تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د هرات ولایت هترافیکو مدیر غلام دستګیر همایون وايي چې دا پېښه د یو ټونس ډوله موټر او ټېلر ترمنځ شوې ده چې پکې ګڼ وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

په هرات کې د حوزوي روغتون یو تن غړي رسنیو ته ویلي دي چې له دې پېښې نه يې روغتون ته څلورویشت تنه مړي او څلور نور ټپیان ور وړل شوي دي.

د هرات د امنیه قومنداني ویاند عبدالرووف احمدي بیا وايي چې په دغه پېښه کې چې نن سهار نږدې اته بجې رامنځ ته شوې نولس تنه مړه او اوه نور ټپیان دي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم له هرات ولایته د ترافیکي پېښو خبرونه ډېر ورکړل شوي دي چې ډېری وخت يې علت د چلوونکو بې احتیاطي په ګوته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x