بوش دسویس هیواد ته خپل سفر لغوه کړ

bush_war_criminalټاکل شوی وه چه جورج ډبلیو بوش جینوا ته سفروکړی اودیهودیانو دخیریه ټولنی دکلنی ماښام وغونډی ته چه هرکال دفروری پر۱۲تاریخ په جینواکی تر سره کیږي وینا وکړی.

مګر حقوقی اوسیاسی شنونکی وایی چه دسویس حکومت تر ډیر فشارلاندی دی ترڅو بوش ونیسي اومحمکې ته یی کش کړی.

 

په سویس کی دبشري حقوقو ټولني ویلي چې مونږ به دبوش په خلاف ۲۵۰۰ ورقې هغه اسناد پيش کړو، چې اکثره یې دبوش دبشر ضد کړونو باندي ډکي دي.
مثلاپه ګونتانامو کی دافغانی عراقی اودنړی له ګوټ ګوټ څخه دبندیانو راوستل اوپه ګوانتامو کې بې له کومي محکمې اوقضا څخه ساتل، هغوی ته ډول ډول تعذیبونه اوشکنجی ورکول.
خودسویس حکومت وایي چه دبوش دسفر لغوه کول دهغه دمحکمه کیدو ویره نه بلکه دامنیتی ملحوظاتو په سبب لغوه شو.
حال داچی په سویس کی دحکومت کیڼ لاسی ګوندونو هم دیهودیانو دخیریه ټولنی دکلنی ماښام په غونډه کی دبوش دوینا سخت مخالفت ښودلی وو.
خو دبشري حقوقو ټولني چې مرکز یې په نیویارک ښار کې دی وایی چه دبوش دسفر لغوه کیدل امنیتی وجوهات نه وو بلکه دهغه جنایتونو له وجی دنوموړی دنیول کیدو اومحکمه کیدو ویره وه.
دنوموړی له ډیرو مهمو جنایتونه څخه یو هم په اوبوسره وبندیانو ته عذاب ورکول وو
چه ددوی په اصطلا کی ورته water boarding وایی، حال داچی بوش  خپله پدی اعترف کوی چه نوموړی ددارنګه شکنجوامر ورکړی وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د