طالبان: په فراه کې یواځې اربکیان وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۳ل): پرون له رسنیو نه داسې خبرونه خپاره شول، چې د فراه ولایت په پشت کوه سیمه کې یوولس تنه عام وګړي د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د فراه د والي ویاند جواد افغان پرون رسنیو ته وویل چې دا ټول عام وګړي دي چې ایران ته د مزدورۍ په تمه روان و او د طالبانو له لوري ووژل شول.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي له رسنیو غوښتي چې خپل اعتبار دې نور نه زیانمنوي او د دوی په قول د «دولتي اوباشانو تشه ادعا» دې نه خپروي.
نوموړي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دوی دغه یوولس تنه اربکیان وژلي دي چې د پشت کوه په ۸۸ میل سیمه کې يې نږدې نیم ساعت مقاومت هم کړی دی.

د قاري یوسف په خبره په دې جګړه کې د قومندان غلام د زوی په ګډون یوولس تنه ووژل شول او څلور نور ټپیان شول، چې پاتې نور يې له سیمې نه په تېښته بریالي شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې دې اربکیانو څو ورځې وړاندې د طالبانو پنځه ملګري په بې رحمي سره «شهیدان» کړي و: «دا هغه اربکیان ول چي څه موده وړاندي یې په ډیره بې رحمي سره 5تنه مجاهدین هم په شهادت رسولي ول له ډیرې مودې را پدیخوا داسلامي امارت مجاهدینو ورپسي څار کاوو تر څو چي خپل هدف ته ورسیدل او دوی یې د خپل عمل په سزا ورسول.»

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو اهداف تر ډېره د اربکیانو ګزمې او پوستې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د