ځانګړی راپور: پاکستان د کورنۍ جګړې په درشل کې؟

پاکستان یو ځل بیا د سیاسي کړکېچ ښکار دی

راپور: احمد جرس
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۹مه، ۱۳۹۳ل) اسلام اباد: د پاکستان سياسي حالات ډېر ترينګلي او دومره خراب دي، چې تمه يې نه کيده او اوسنی بحران خو داسې ځای ته رسيدلی، چې بېرته سمول يې ناشونی ښکاري.

پاکستان اوس مهال په يو ليونتون بدل شوی او هر سړی انديښمن دی، چې څه به کيږي، مګر حل يې هيچا سره نه بريښي.
اصلي خبره دا ده، چې ډېری خلک سياست کې د سياست پر اصولو نه وي روان او سياست کې هم له جذبو او پرديو لارښونو کار اخلي. خپل بصيرت او د نژدې ملګرو سپارښتنې نه مني.

د اګست له څوارلسمې راهيسې د عمران خان او طاهرالقادري زرګونو پلويانو پلازمېنه اسلام اباد کې د حکومت پر ضد لاريونونه پيل کړي او تر بيګا ناوخته دغه لاريونونه سوله ييز وو؛ مګر بيګا نا ببره د حکومت او مظاهره چیانو تر منځ تاوتريخوالی رامنځته شو.
تر اوسه يو تن مړ او څلور سوه شاوخوا مظاهره چیان او امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي او حالات نور هم د خرابېدو پر لور ځي.

تاوتريرخوالی څنګه پيل شو؟

تر بيګا ماخستن اتو بجو پورې د حکومت او مظاهرينو تر منځ خبرې اترې روانې وې او د دواړو لوريو سرچينې وايي، چې د عمران خان او طاهرالقادري دا غوښتنه منل شوې وه، چې لومړی وزير ميانوازشريف به استعفا نه ورکوي، مګر يوه مياشت رخصت به واخلي او حکومتي چارو کې به ګډون نه کوي.

حکومت، عمران خان او طاهرالقادري درې واړه پر دې سلا شوي وو.
سرچينې د عمران د نژدې ملګرو له قوله وايي، چې دوی خوښي ښکاره کړه، چې د دوی ستړو او هلو ځلو نتيجه ورکړه او د دوی لاريون به اوس په سوله ييزه توګه پای ته ورسيږي. په دغه وخت کې عمران خان د تيليفون په ليکه چا سره خبرې وکړې او خپلې وينا ته پورته شو، مګر د تمې خلاف يې خپلو پلويانو ته اعلان وکړ، چې مارش بايد د پارلمان او صدرات ماڼۍ خوا ته ولاړ شي او د عمران خان دې اعلان سره دګوند يو شمېر جګپوړي غړي، جاويد هاشمي، اسد عمر، جهانګير ترين او ګڼ نور کسان هيښ پاتې شول، چې عمران خان خو د ژمنې خلاف خپل پلويان د دولتي ودانيو پر لور مارش ته وهڅول.

د عمران خان له وينا وروسته د جاويد هاشمي په ګډون يو شمېر مشران احتجاجا د عمران خان له کانټيره کوز شول او خپلو استوګنځايونو ته ولاړل.

بل پلو طاهرالقادري خپلو پلويانو ته امر وکړ، چې د صدارت ماڼۍ پر لور ولاړ شي او خلکو ته يې د «دمادم مست قلندر» يا تخت يا تخته ويناوې کولې.

د دولتي ودانيو پر لور د دواړو ګوندو له خوځيدو وروسته د پوليسو او مظاهره چیانو تر منځ تاوتريخوالی رامنځته شو.
مظاهره چیان وايي، چې پوليسو د دوی پر ضد اوښکې بهوونکی ګاز او پلاستيکي مرمۍ وکارولې، مګر حکومت وايي، چې مظاهره چیان ښځې او ماشومان د ډال په توګه کاروي او لومړي وزير نوازشريف امر کړی، چې د ښځو او ماشومانو پر ضد دې هيڅ عکس العمل نه ښوول کيږي.

حکومت وايي، چې لومړۍ حمله مظاهره چیانو کړې او د مظاهره چیانو عزم او اراده د تاوتريخوالي وه، ځکه چې دوی سره د ګاز ضد ماسکونه، د لرګيو ډنډې، چړې، برچې او يو شمېر وسلې هم وې.
د اسلام اباد د پوليسو مشر خالد خټک د ځينو وسله والو مظاهره چیانو انځورونه هم رسنيو ته وښوول.

د لاريونونو او مظاهرو راپاروونکي نه ښکاري

داسې ښکاري چې د اوسنيو مظاهرو تر شا د پوځ خاموش ملاتړ شته، مګر پوځ مستقيما دې باره کې څه نه دي ويلي، خو پوځ ته نژدې سياستوال، لکه شاه محمود قریشي، شيخ رشيد احمد، چودهري شجاعت او چودهري پرويزالهي عمران خان او طاهرالقادري تل هڅول، چې د حکومت پر ضد لاريونونه وکړي او دوی ورسره دي، مګر بيګا راهيسې د شيخ رشيد په ګډون دغه پاروونکي کړۍ نه تر سترګوکيږي.

بحراني حالاتو کې څو ډول خلک د مشرانو تر څنګ وي

اول: هغه خلک چې د خپل مشر هره خبره ورته سپيڅلې ښکاري. که مشر يې د پيغمبرۍ دعوه هم وکړي، نو دوی يې ورسره مني. دا ډله هغه ساده لوحي خلک دي، چې خپل فکر نه لري او يوازې په جذباتي خبرو تېروځي.
دوهم ډول هغه خلک دي، چې ستا په ګوند کې وي، مګر خپل نظر لري او د مشر هره خبره نه مني. د مثال په ډول د عمران خان د ګوند مشر «باغي سياستوال» جاويد هاشمي چې بيګا د حالاتو له امله يې عمران خان سره اختلاف رامنځته شو، احتجاجي ناسته يې پرښوده او خپل کور ته ولاړ.

درېيم هغه خلک دي، چې ستا د ګوند او نظر خلک نه وي، مګر تا د خپلو ګټو او پرديو دسيسو لپاره کاروي، لکه شيخ رشيد، چودهريان او داسې نور، چې اوسنيو سختو حالاتو کې بيا نه تر سترګو کيږي.
د عمران خان او طاهرالقادري دواړو مشرانو تر څنګ اوس يوازې هغه خلک پاتې دي، چې خپل ليډران ورته تر ټولو سپيڅلي ښکاري او هغه نور خلک اوس په دغو لاريونونو او تاوتريخوالي کې نه تر سترګو کيږي.

حل‌لار څه ده؟

که حالات همداسې روان وي، نو د حل لاره نه ښکاري او کيدای شي تاوتريخوالی نور هم زيات شي. حکومت او مظاهره چیان دواړه وايي، چې د خبرو اترو وخت تېر دی.

مظاهره چیان وايي، چې د حکومت تر نسکوريدو به د دوی هلې ځلې روانې وي او حکومت وايي، چې د سترې محکمې د پرېکړې له مخې به ډېر ژر د «ريډ زون» سيمې له مظاهره چیانو پاکې کړي، خو تر اوسه دا نه ده جوته چې کومه کړنلاره لري او کنه.
د حل لاره يوازې دا ده، چې حکومت او مظاهره چیان خپلو شرطونو او غوښتنو کې نرمي راولي او يا به پوځ مداخله کوي.

د پوځ د مداخلې راز…؟

که حالات خرابيږي، نو پوځ به مداخله کوي او دا په څو ډوله کيدای شي:
اول دا چې پوځ مارشالاء ولګوي، اوسنی حکومت نسکور کړي، واک په خپل لاس کې واخلي او حالات کنټرول کړي.
بل دا چې پوځ د حکومت مرسته وکړي، خو پوځ هم خپل شرطونه لري.
پوځ به د دواړو لوريو تر منځ د درېيمګړي په توګه راځي.

د کارپوهانو په اند د اوسنيو لاريونونو تر شا د پوځ خاموش ملاتړ شته او د دې مظاهرو تر شا يې خپلې ګټې خوندي دي.
پوځ هم نه غواړي، چې د نوازشريف حکومت نسکور شي، مګر دومره خامخا غواړي، چې حکومت کمزوری کړي، تر څو د پوځ غوښتنو ته غاړه کيږدي.

سرچينې وايي، چې پوځ د څو شرطونو له مخې کولای شي د نوازشريف مرسته وکړي.
اول: حکومت بايد بهرنيو چارو او ستراتيژيکو مسايلو کې مداخله ونکړي او دا کار پوځ ته پريږدي.

نوازشريف له پيله غوښتل، چې حکومتي چارو کې د پوځ مداخله کمه کړي او له همدې امله يې کابينه کې د بهرنيو چارو وزارت ځان سره ساتلی و. نوازشريف غوښتل، چې د افغانستان، ايران او هند په ګډون د سيمې هېوادونو سره خپلې اړيکې ورغوي، مګر پوځ له دې امله صدراعظم څخه خوابدی و، چې بهرنۍ پاليسي کې په خپل سر پرېکړې کوي.

دوهم: پوځ له حکومته غواړي، چې محکمه کې د جنرال مشرف پر ضد هر ډول قضيې او تورونه لرې کړي او پر مشرف هر ډول لګيدلي بنديزونه لري کړي.
پوځ غواړي، چې د پاکستان ستراتيژيک مسايل په خپل لاس کې ولري او ملکي حکومت په کې هيڅ ډول مداخله ونکړي.

نواز شريف به د پوځ غوښتنې ومني؟

اوس کتل کيږي، چې نوازشريف به د پوځ دا غوښتنې ومني کنه؟
تر اوسه خو داسې ښکاري، چې نوازشريف د پوځ د يادو غوښتنو منلو ته تيار نه دی.
وړمه ورځ نوازشريف پارلمان ته د خپلې وينا پر مهال وويل، چې لس حکومتونه يې ځي، ولاړ دې شي، مګر هيڅکله به د چا ناقانونه غوښتنې ونه مني.

ايتلافي ګوندونو او اپوزيسيون هم نوازشريف ته ډاډ وکړی، چې په خپله خبره ټيڼګ پاتې شي او د هيچا ناقانونه غوښتنې ونه مني او دوی به ورسره تر اخري سلګۍ ولاړ وي.

کېدای شي د مظاهره چیانو له لوري د پارلمان او صدارت ماڼۍ ته د داخليدو تر شا اصلي لامل هم د نوازشريف دغه وينا وي.
د پاکستان لپاره راتلونکي څلورويشت ساعتونه ډېر مهم دي، که دواړه لوري خپلو غوښتنو کې نرمښت رانه ولي او په خپلو خبرو ټينګ پاتې شي، نو اوسنی بحران د کورنۍ جګړې يوه مقدمه بلل کيدای شي؛ ځکه چې د اوسنيو لاريونونو په غبرګون کې به د نوازشريف پلويان، ايتلافي ګوندونه، او اپوزيسيون د ديموکراسۍ په پلوي لارو او کوڅو ته راوځي او دې سره به پاکستان د کورنۍ جګړې لبمو ته ورټېل وهل شي، چې بيا يې ژر ختمول ناشوني بريښي.

پوځ پاکستان کې کورنۍ جګړه نه غواړي

پوځ نه غواړي، چې پاکستان د کورنۍ جګړې ښکار شي او که حالات همداسې وي، نو کيدای شي پوځ رسما مداخله وکړي، مګر تر اوسه دا نه ده جوته، چې پوځ به د نوازشريف حکومت نسکور کړي او د منځګړي په توګه خپل سياسي رول ولوبوي او اوسني بحران ته به د پای ټکی کيږدي.