fbpx

میر افغان (!) افسانه (لنډه کیسه)

لیکوال: ذره بین

میرافغان د بېټک په کړکۍ کې ناست  و، دکړکۍ یوه پله پرانیستې وه چې سوړ باد ترې لګېده،مخامخ د زردالو،ناکو او مڼو ونو باد ته اتڼ اچولی وو، یو شیبه اسمان ته ځیر شو، اسمان صاف و،د ستورو ځلا روح پاروونکي وه د لویدیځ په خوا یې نظر لاړ نیمکله سپوږمۍ لویدو ته نږدې وه ، جیب ته یي لاس کړ، لاسي څراغ یي راویوست ، د بیټک/میلمستون په دیوال لګیدلي ساعت ته یي رڼا کړ، دوولسو ته  ۲۵ پاته وې ، څراغ یي ګل کړ او بیا د تیاره طبیعت په ننداره  شو.

میرافغان ۱۷ کلن ځوان و، سږ د لیسې په ۱۱ صنف کې و، د خپل پلار ملک خراسان اکا یوازینی د سترګو تور  و، چې په ډیر ناز یي رالوی کړی و، میرافغان هوښیار او ځیرک هلک و، په ښوونځي کې همیشه  په  اول نمبر کامیابېده، په دې سربیره چې ښه استعداد او لیاقت یي درلود، الله تعالی  ښه اخلاق ، تقوا او دیانت هم ورکړی و.

له ښوونځي به چې راغی، نو له خپل مور پلار سره یي په کورنیو چارو کې مرسته کوله،پلار یي چې ډيرې ځمکې درلودې،د خپلې سیمې په ملکۍ سربیره یي د ولسوالۍ په شورا کې  هم غړیتوب درلود، پلار یي چې خلکو ملک کاکا باله  هره چهارشنبه  به په خپل  آس سپور د ولسوالۍ مرکز ته تلو او هلته به یي د شورا په اونیزه غونډه کې ګډون کاوو.

ملک کاکا چې اوس سپین ږیری و په هر دور کې له حکومت او سیاست سره نږدې اوسیدلی و، اوس چې امریکایي پوځیان اوورسره نوی حکومت راغلی و، او دمحلي شوراګانو  د جوړیدو خبرې ګرمې وې، ملک کاکا د یو سیمیز مخور په حیث په کې ډیر مصروف و،ملک کاکا له نوي وضعیت څخه  راضي بریښیده، په خوله یي ډير څه نه ویل خو په پټه یي همیشه نویو راغلیو واکمنو ته دعاګانې کولې.

خو دملک کاکا د زوی میرافغان دنیا بیا بېله وه،هغه چې لوستی ځوان و، دیني او عصري کتابونه یي مطالعه کړي وپه دې پوهیدو چې  وطن یي د کافرو یرغلګرو لخوا اشغال شوی دی،میرافغان په دې شپو کې دخپل یوه بل همصنفي او د بر کلي له یوه طالب سره په ګډه پروګرام جوړ کړی و، چې د ولایت په خوا په غځیدلی سرک به هغو امریکایانو ته ماین ښخوي چې هره ورځ ورباندې تګ راتګ لري.

د میرافغان  او دده دملګرو عملیاتي پلان څو ځلې ځنډیدلی او له خنډونو سره مخ شوی و، یوه شپه دوی راووتل، خو په سرک یي چې کوم ځای په نښه کړی و، هغه ته نږدې پټیو کې د شپې کروندګرو اوبه لګولې، دوی وویریدل چې پلان به یي کشف شي نوځکه یي پروګرام لغو کړ.

بله شپه دوی وعده سره کړې وه، خو ماښام ناڅاپه دملک کاکا کور ته میلمانه راغلل، اوپه مهمانخانه کې یي شپه شوه، میرافغان به چې نورې شپې په پټه له کور څخه ووت په دې شپه یې د میلمنو دشتون له امله نه شوای کولای چې خپلو ملګرو ته ورشي.

څو ځله نور هم د ورته عذرونو او خنډونو له امله ددوی کار ځنډیدلی و، نن د چهار شنبې شپه و، ماخستن له ډوډۍ لمانځه او مجلس وروسته میرافغان خپل  د ښوونځي کتابونه ورسره واخیستل،د میلمستون په خوا روان شو، د میلمستون ور یي د شالخوا بند کړ، نوموړي به چې کومه شپه د بهر وتلو اراده درلوده همداسې یي کول، میرافغان د کور دعمومي دروازې له لارې د شپې بهر نه شوای وتلی،ځکه که پلار یي دشپې خلاصه دروازه لیدلي وای ورباندې شکمن کیده، نوځکه  یي دبهر تلو لپاره د میلمستون له هغې کړکۍ څخه  کار اخیست چې دباغ په خوا پرې وه، میرافغان به په نیمه شپه  له همدې کړکۍ څخه باغ ته ټوپ کړل د باغ په دیوال به واوښت او سهار وختي مخکې له دې چې پلار او د کورنۍ نور غړي یي راشي بیرته به یي له همدې لارې خپلې بسترې ته ځان راورساوو.

نن شپه بیا میرافغان له خپلو ملګرو سره وعده کړې وه،۱۲ بجې کیدونکي وې، میرافغان څپلۍ پښو کړې، د واسکت له جیبه یي ضروري شیان دکمیسه جیب ته کړل،څادر یي د کړکۍ په  لرګیو پورې تناو کړ، ترڅو دبیرته راختلو لپاره ترې استفاده وکړي،باغ ته یې په داسې احتیاط ټوپ کړل چې خپ غږ یي پورته شو، د باغ له کنډو څخه  دسرک په خوا ووت، د سرک په غاړه د یوې ګوډلې  ترڅنګ یي ملګري ورته انتظار وو.

سهار چرګانو لا  بانګونه نه وو پیل کړي، چې میرافغان او ملګري یې د ماین له ځای پرځای کولو خلاص شول، یو زنګ وهلی روسی ماین چې د دوی یوه تجربه کار ملګري د غره لمن کې  موندلی او بیا راکښلی و، دوی ترې فشاري پټاخه وایسته په ځای یي په کې برقي پټاخه نصب کړه، او د پټاخي شارتي لاین یي دسرک په غاړه ریموت سره وصل کړ، دماین لپاره انتخاب شوی ځای د میرافغان دوی باغ ته نږدې و، نوځکه  د ماین ریموت میرافغان ته ورکړل شواو وظیفه ورته وسپارل شوه، ترڅو له خپل باغ څخه په امریکایي ټانګونو ماین منفجر کړي.

د سهار سپیدې ځلیدلې وې چې میرافغان ستړی ستومانه او په ګردونو خړپړ  دکنډو له  لارې باغ ته واوښت،  دمهمانخانې په کړکۍ باندې د راځوړند څادر په وسیله  خپل د خوب ځای میلمستون ته  وخوت او په بستره باندې وغځید.

د میرافغان بدن نری نری درد کاوو، بي خوبۍ او ستړیا ژوبل کړی و، زړه یي و چې اوږده شیبه خوب وکړي، خو لا یي سترګې نه وې سره ورغلې چې د میلمستون ور وګړبېد .

ــ میراوغانه زویه ! جګ سه د لمانځه وخت دی ، هله  زویه  چې بیا جومات درنه تیر نه شي.

د مور غږ  و، چې هر سهار یي میرافغان لمانځه ته پاڅاوه، کوم سهار به که له میرافغان څخه د جومات لمونځ تیر شوی و، نو مور به یي ملامتوله چې ولې یي غږ ورباندې نه دی کړی، نوځکه یي مور هم دغه وظیفه په ډیره ښه توګه ترسره کوله، میرافغان چې سخت ستومانه و په ځای کې نیغ کیناست ، دمور غږ ته یي ځواب ووایه  او مسجدته لاړ.

له مسجد څخه له راتګ وروسته د چای خوړلو وخت شو، د چای پر سر یې مور ، خویندو او پلار مجلس کاوو، خو میرافغان خپل ورسپارل شوي کار ته اندیښمن و، پلار یي وویل چې نن بیا د چهارشنبې ورځ  ده او دی به د ولسوالۍ بازار ته د محلي شورا غونډې ته ځي چې کیدای شي امریکایان هم ورته راشي،  ددې خبرې په اوریدو میرافغان په زړه کې خوشاله شو، ستوماني او اندیښنه یي وخته  خو لا هم  خپل کار ته زړه نازړه نه و.

څاښت مهال یي چې پلار د ولسوالۍ په خوا لاړ، میرافغان ددې په ځای چې لیسې ته لاړ شي، بیلچه یي راواخیسته او مور ته یي وویل چې نن په  باغ کې لږ کار کوم نوځکه  مکتب نه شم تلای .

میرافغان د باغ د یوې ونې لاندې په ځمکه څو بیلونه ووهل، وروسته یي بیلچه په ځمکه وټومبله او د زردالو یو لوړې ونې ته وخوت،د سرک په خوا یي وکتل، سرک یي دسترګو په وړاندې و، هغه ځای یي وپیژاند چې ماین یي په کې ښخ کړی و، له جیبه یي د ریموټ آله راوایسته  او له همدې ځایه یې څار پیل کړ.

لمر په تودېدو و او دمیرافغان مخ د لمر د سوزنده شغلو له امله په خولو لوند و، میرافغان په بې صبرۍ لویې لارې ته کتل، چې ناڅابه یي د ولایت لخوا په راغلي سرک دوړې او ګردونه ولیدل،شیبه وروسته یي دامریکایانو ټانګونه ولیدل، چې را روان دي، د میرافغان اندامونه له هیجان څخه  ځیږه شول، دا لومړی ځل و چې داسې یو خطرلرونکی کار یي کاوو، له ځان سره یي اذکار او قراني کلمات وویل، زړه یي مطمئن شو، دخپلو ملګرو هدایات  یي په ورپه زړه کړل، دماین ځای ښه دقیق په نښه کړه، ماین باید ټانګ د سینې په برابري منفجر کړای شي، ماین د کاروان په وروستي ټانګ منفجر کړه، ټانګونه یو په بل پسې د ولسوالۍ په خواتیریدل، د میرافغان بدن ځیږ ځیږ کیدو، پرلپسې یي الله اکبر ، الله اکبر  و ما رمیت اذ رمیت و لکن الله رمی  او نور اذکار ګردانول، په ریموټ کې یي ټول نمبر وهلي و، یوازې یو نمبر پاته  و، چې دهغه په وهل کیدو سره به  ماین انفجار کاوو، دادای وروستی ټانګ  د ماین ځای ته ورنږدې شو، ټانګ په ماین ورسیخ شو، میرافغان د الله اکبر په ویلو سره د ریموت بټن وواهه، دروند انفجار رامنځته شو، چې دهوا څپو یي دباغ ونې وښورولې هره خوا دوړې او ګردونه پورته شول، میرافغان څو تنه امریکایي عسکر ولیدل چې په هوا کې  دماین تر دوړو ووتل په هوا کې وڅرخيدل او بیا بیا مړه مړه په ځمکه راپریوتل .

له انفجار نه وروسته امریکایي ټانګونه ځای په ځای ودریدل ، څلورو خواوو ته یي  کورونو او پټیو  ته د شلکاوو میلونه  برابر کړل او لور په لور یي فیرونه پیل کړل ، د میرافغان په خوا هم یوه ټانګ میل سیخ کړ، څو داګایس مرمۍ یي له څنګ سره تیرې شوې او مخامخ د کور په دیوال ولګېدې، دباغو دونو څو ښاخونه له لګیدلو وروسته  مات او لاندې وغورځیدل، میرافغان وارخطا شو پرته له دې چې دونې  لوړوالي ته فکر وکړي لاندې یي ټوپ کړل، پښه یې په ځمکه ورلاندې شوه او سخت ژوبل شو، یوه شیبه ځای په ځای پروت و، د ریموټ آله یي تر خاورو لاندې کړه، او کله چې دامریکایانو مرمۍ غلې شوې، کرار کرار په نګوښیدا د کور په خوا وخوځید.

***********

مازدیګر لمر په ډوبیدو و چې ملک کاکا ستړی ستومانه له  ولسوالۍ څخه راغی، نن یي طبیعت ډیر خراب و، میرمنې یي ورته د میرافغان دژوبلیدو کیسه وکړه، چې په باغ کې یي پښه اوښتې ، ځای په ځای پروت دی او له  دردونو سخت کړیږي، خو د ملک ذهن داسې مصروف و چې هیڅ ځواب یي ورنکړ.

ماخستن ملک ، میرمن او اولادونه یي د ډوډۍ لپاره راټول وو، میرافغان د کوټې په لر سرکې په کمپله کې نغښتی پروت و، او له سختو دردونو یي مړ مړ زګیروی کاوو، مور او خویندې یې په ستړې ساه ورته  تاوېدې او ځوریدې، د میرافغان مور له خپل میړه څخه پوښتنه وکړه چې ولې یي طبیعت خراب دی، میړه یي د چاودنې کیسه ورته وکړه چې دولسوالۍ شورا ته راتلونکي امریکایان په کې ووژل شول، بیا یي وویل چې طبیعیت یي ځکه خراب دی چې د ولسوال صاحب له قوله په وژل شویو کې  یو تورپوستی امریکایي مسلمان عسکر هم و، چې  ظالمانو په ماین باندې ځوانیمرګ کړ.

ملک کاکا وویل چې نن د ولسوالۍ دشورا غونډه ونه شوه، یوازې  ولسوال صاحب  مشرانو ته د دې چاودنې په اړه خبرې وکړې چې داد چا کار دی او څوک دا ډول تخریبي فعالیتونه ترسره کوي.
د ملک کاکا میرمنې هم خپله کیسه وکړه، چې د ورځې څرنګه بده پیښه تیره شوه، په کور یي څو مرمۍ ولګیدلې او نږدې و، چي دوی لګیدلي وای، میرافغان چې خپلو دردونو اخیستی و، ددوی خبرو ته یي غوږ نیولی و او ډول ډول  احساسات یي په زړه کې راتیریدل.

مور او پلار یوه شیبه غلي شول، ملک کاکا چې بیا بیا یي دولسوال د خبرو ذکر کاوو، له تکیې راپورته شو،د چايو پیاله یي راواخیسته  او د دې کار دعاملینو په اړه یي وویل :

دا ټول دپاکستان او بي نظیري زامن دي . . . بل څوک کله داسې کار کوي.

د میرافغان زړه پورته غوځار شو، په ځای کې نارامه شو، د پلار خبره یي د چړې د ګوزار غوندې په زړه ولګېده، خبره یي له ځان سره تکرار کړه، ژور فکر یي پرې وکړ، دپه نښو شویو کسانو په اړه یي فکر وکړ، امریکایان. . . یرغلګر کفار. . . افغانستان داسلام خاوره ده. . . کافر یي چې غصب کړي جهاد فرض کیږي . . . هو رښتیا  خو امریکایان په  نښه شوي، دا خو جهاد دی .

میرافغان فکرونو واخیست، د پلار په خبره یي بیا سوچ وکړ، ټول د پاکستان او بي نظیرې زامن دي، رښتیا دا خو دپیښې هدف شوي نه ښيي بلکې عاملین یي ښیي .

د پيښې دعاملینو په اړه یي فکر پیل کړ، دوی یوازې دری ملګري دي، د شیرین اکا زوی  سرور ،  دبرکلي دملاصاحب زوی محمد افضل او زه په خپله ، دوی خو ټول زه پیژنم ، پلاران او حتی میندې یي هم پیژنم، واړه راسره لوی شوي دي،دهمدې کلیو دي،  د دوی د کوم یوه پلار خو پاکستان نه نومیږي .

میرافغان په اړخ واوښت ، د درد له امله یي له ځان سره ورو وخ  وکړل ، د کمپلې پیڅه یي پورته کړه  دمور او پلار په خوا یي وکتل ، د ځان په اړه یي فکر وکړ .

په زړه کې یي ویل . . . هو دا کار خو ما کړی . . .  ما میرافغان . . .  زه خودهمدې وطن یم او  دهمدې مور او پلار زوی یم ، د لاټین په رڼا کې د خپل پلار او مور څيرو ته ځیر شو، میرافغان ځان ته وکتل او بیا یي خپل مور او پلار ته وکتل د ځان په اړه یي د پلار خبره په ذهن کې راغبرګه شوه، دپاکستان او بي نظیري زامن . . . داځل  یي ځان او خپل مور او پلار ته ددریمګړي له سترګو وکتل، دخپل اصل ونسب په اړه یي په انصاف  قضاوت وکړ. . . هغه  دپاکستان  او بې نظیري زوی  نه ، بلکې د ملک خراسان اکا او شاتریني ببو زوی و.

پای
۱۴۳۵/۱۱/۳ هـ ق

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د