fbpx

دحماس دتنظیم یوفعال غړی دمصرله زندانه په تېښته بریالي شوی

falasteen_mujahedله فلسطین نه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دفلسطین داسلام پال تنظیم حماس یو فعال غړی دمصر له زندانه وتلي او دفلسطین غزې سیمې ته رسیدلی.

دحماس تنظیم ته نژدې کسانو ویلي ایمن نوفل په ۲۰۰۸ کال کې دمصر په سینايي سیمه کې ونیول شواو تر ۲۰۱۱کال پوری دمصر په زندان ابو زابل کې بندي وو.

 

ایمن نوفل له زندان نه پر وتلو او خپل وطن ته په رسیدو خوشحالي ښودلي او په مصر کې دحکومت ضد دمظاهرو او اولسي پاڅون ملاتړ کړي ،دایمن نوفل پلار هیله کړي چی نور فلسطیني بندیان به هم ازاد شي .

له بلې خوا داسرایلو حکومت اندېښنه ښکاره کړې چی دمصر له زندانه نور وتلي پنځه فلسطیني زندانیان به هم به نژدې ورځو کې فلسطین ته ورسیږي.

احمدبریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د