دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت (۴)

لیکوال: حامد افغان

امام ابوحنیفه رحمه الله خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي ته وایې: او د لمانځه ساتنه کوه، عالم باید خامخا د لمانځه ساتنه وکړي او د داسي لمانځه چې هغه نمونه لمونځ وي، څرنګه چې خلک د عالم خبرو ته غوږ وي او زده کړه ورنه کوي داراز د عالم کړنو او عمل ته هم خلک ګوري او له هغه زده کړه کوي، او د عالم له خبرو د هغه عمل ډیر اغیز لري بناءً د عالم لمونځ، اودس او نور عبادات باید په پوره توګه له شریعت سره برابر وي څو د خلکو له پاره نمونه وګرځي او که د عالم کړنې او عمل په شریعت برابر نه وي بیا یې دومره وبال ده چې ځیني ساده او عام خلک د ده عمل دلیل ګرځوي او هغه هم د بدعملي لاره نیسي داراز د قول او عمل تضاد عام خلک د دین او علماو په اړه په شک کې اچوي او د دې وبال به هم د بدعمله عالم پر وږو لویږي.

امام رحمه الله هغه ته وایې: او خلکو ته ډوډۍ ورکوه، ځکه بخيل هیڅکله نشي سرخیل کیدلی، وابذُل طعامك، فإنه ما سادَ بخيلٌ قطُّ، رښتیا هم بخيل هیڅکله نه مشر کیدلی شي او نه سرخیل کیدلی نشي، بخيل هغه بدمرغه انسان وي چې پخپل کور کې د خپلې ښځې او اولاد هم نه ورسره لګيږي نو د باندي خلک به څه مینه ورسره وکړي، د بُخل په اړه د امام عبدالرحمن ابن الجوزي رحمه الله له ښایسته کتاب “الاذکیاء ” نه یوه خوږه او دلچسپه کیسه درا را اخلم.

مغیره بن شعبه رضی الله عنه ډیر هوښیار صحابي و او بیخي ډیر ودونه یې کړي دي، کیسه کا چې یو وخت یې یوې مشهورې، هوښیارې او ډیرې ښایسته ښځې ته د کوژدن پیغام ور ولیږه او همدې ښځې ته یوه بل عرب ښایسته او پوه ځوان هم د کوژدن پیغام ورلیږلی و، هغې ښځې دوی دواړو ته حال وروليږه چې دواړه راشئ زه به ستاسو دواړو خبرې او مجلس اورم له هغه وروسته چې مي کوم یو خوښ شو له هغه سره به کوژده کوم، دوی دواړه د هغې کره ورغلل مغیره فکر وکړ چې په دې پاخه عمر یې له دې ښایسته، هوښیار او پوه ځوان نه نشي ګټلی نو فکر او سوچ یې په کار واچول، کله چې دوی واړه د مطلوبې پیغلې کره ورغلل نو هغه یو پټ ځای ورته ناسته وه څو د دوی دواړو خبرې واوري.

دوی دواړو خبرې او مجلس پیل کړ له مختلفو پوښتنو او خبرو وروسته مغیره له هغه ځوانه پوښتنه وکړه: که دا راته ووایې چې پخپلو کوروالو باندي په کومه طریقه مصرف او لګښت کوې؟ هغه ورته وویل: زه خپلو کوروالو ته د میاشتې معلوم خواړه او نور لوازم برابر کړم هغوی باید هغه شیان له میاشتې مخکي ختم نکړي او پوره میاشت باید په هغه ګذاره وکړي. ځوان مغیره ته وویل چې تاسو په خپلو کوروالو څه ډول مصرف کوئ؟ هغه ورته وویل: زه خو یوه خونه له خوړو ورته ډکه کړم چې هغه لا پوره ختم شوي نه وي نور ورته راوړم. په دې وخت کې هغې پیغلې وویل: خبره پوره شوه، بخيل ځوان مي خوښ نشو بلکي دا پومخ عمره سخي مي خوښ دی.

مطلب دا شو چې که یو څوک مشرتوب او سرخیلي ترلاسه کول غواړي نو له نورو مختلفو اوصافو خپلولو سره باید خلکو ته د ډوډۍ ورکولو صفت هم خپل کړي، عالم ته هم لازمه ده چې باید سخي واوسي بې وزلو او خوارانو ته خپل دسترخوان پرانستی ولري او میلمنو ته هم باید په اخلاص او ورین تندي هرکلی ووایې، داسي نه لکه یو چا ټوکه کوله ویل یې یوځای یو چا په واده کې ډیر زیات مصرف کړی و او زبردسته ډوډۍ یې تیاره کړې وه، زموږ خواته ناست ملا صاحب ته یې وویل: ملاصاحب څنګه ده ډوډۍ مو په تبیت برابره ده؟ ملاصاحب ورته وویل: ښه ده ګذاره کوي! څنګ ته یې یو ټوکمار ناست و هغه د کوربه د زړه د ساتلو له پاره هغه ته وویل: فلانیه ستا ډوډۍ بیخي زبردسته ده او د ویلو ځای نشته په کې او د ملاصاحب خو دا عادت ده چې د خلکو هرڅومره ښه ډوډۍ وي دی وایې ګذاره کوي! او پخپله یې چې ښکنه تیاره کړې وي درته وایې به: محترمه دا “نعمت عظمي ” ده ښه یې وخوره .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x