افغانستان

د کابل پولیسو په پغمان کې پر څلورو ښځو جنسي تیري کوونکي نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۹مه،۱۳۹۳ل): د کابل پولیسو هغه ۳تنه پولیس نیولي چې وړمه ورځ يې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې پر ښځو جنسي تیری وکړ او هم یې ګاڼې او پیسې ځېنې واخېستلې..

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه ۳ کسان په غلاوو او هم پر هغو ۴ مېرمنو باندې پر جنسي تیري تورن دي چې تېره ورځ له کابل ښار څخه پغمان ته په واده تللې وې..

د امنیه قومندان په وینا تورن کسان اوس له دوی سره بندیان دي او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.

امنیه قومندان انديښنه وښووله ،چې د کابل په بېلا بېلو برخو کې په دې وروستیو کې د جرمونوکچه په ډراماتیکي ډول زیاته شوې.

جنرال ظاهر همدا راز وویل چې ټاکنو د ولس پر اقتصاد بده اغېزه کړې او ددغو جرمونو ستر لامل غریبي ده.

امنیه قومندان وویل چې دوی به د جرمونو د کچې د کمولو لپاره اړین ګامونه واخلي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې څو کسانو چې د پولیسو یونیفارم یې اغوستی و، په پغمان ولسوالۍ کې د واده د ورا څو موټر ودرول، له هغوی یې شتمنۍ واخېستلې او پر ۴ مېرمنو يې جنسي تېری وکړ.

دغه ښځې چې له یوه کوره دي، له يوه واده راستنې شوې وې او خپل کور ته په لاره وې، چې د دغو خلکو له لوري لومړی پرې ډله ييز جنسي تېری شوی، او وروسته يې ګاڼې او پيسې ځینې اخستې دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترام

دا جنایتکاران کاشکي طالبانو ته سپارل شوي وای تر څو یی شرعي جزا ورکړې وای او نورو تری عبرت اخیستلای وای

د کرزي مفسده اداره چی د مفعولو مجموعه ده اخلاقي فساد جنسي تیریو نشیي توکو (شرابو او پوډرو) ترویج یی یو له اساسي دندو څخه ده

د کرزي د وزیرانو تاریخچه که وکتله شي نو د اکثرو ځواني او ماشومتوب یی داسی ده چی د غرب د همجنس بازانو په تول پوره خیژي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x