افغانستان

ټاکنې: تر اوسه درې اتیا سلنه رايې څېړل شوې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې تر اوسه پورې يې له ټولو رایو نه درې اتیا سلنه رايې څېړلې او بېرته له سره شمېرلې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن رسنیو ته وویل، چې تر اوسه پورې د ۱۹۰۴۷ صندوقونو د رایو بیا څېړنه او شمېرنه ختمه شوې او د پاتې نږدې ۳۷۸۱ صندوقونو رایې به هم په نږدې ورځو کې وشمېرل شي.

د ښاغلي نور په خبره تراوسه پورې د رایو په بیا څېړنه او شمېرنه کې ۱۰۷ ډلې په کار بوختې دي او که ملګري ملتونو د کاري ډلو د ډېرولو غوښتنه وکړي، نو کمیسیون مو د ۱۴۰ ډلو د کار لپاره چمتو دی.

نور په خپلو خبرو کې وویل، چې تر اوسه پورې ۸۸۳۸ محلونو رایې وروستۍ پرېکړې ته وړاندې شوې دي چې د ۲۱۶ محلونو رایې باطلې اعلان شوې دي.

دولتي مسوولین تمه لري، چې د رایو د بیا شمېرنې پروسه د ناټو تر سر مشریزې ناستې وړاندې پای ته ورسي اوپه دې ناسته کې نوی افغان ولسمشر د ګډون جوګه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني پرون رسنیو ته وویل، چې که چېرته په دوو ورځو کې ټاکنيزې ناندرۍ تمامې نه شي، نو دولت به کوم دولتي چارواکی د ناټو ناستې ته ور معرفي کړي.

یاده دې وي چې ولسمشر حامد کرزي د وږي یوولسمه د نوي ولسمشر لپاره د لوړې د ورځې په توګه وروستۍ ورځ ټاکلې وه، خو په افغانستان کې د ملګر ملتو استازي یان کوبیش بیا په دې ولاړ دی، چې نوی ولسمشر باید د وږي په نولسمه لوړه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x