fbpx

مصر: اخوان المسلمین له حکومت سره خبرو کولو ته رضامندی ښودلی

muslim_brother_hood اخوان المسلمین چې  دمصردحکومت دمخالف ګوندونو څخه یو ډیرمهم ګوند دی ویلی چې په هیواد کی دسیاسی ګډوډی دختمولو لپاره له حکومت سره خپروته کښیني.
داسي ویل کیږی چې نن دیکشنبی په ورځ به دواړه جانبه خبری وکړی، داخوان المسلمین دګوندویاند وایی: مونږ به وګورو چې حکومت په خپلو کړو ژمنو کی څومره رښتنی دی اوترکومه حده تیار دی چې دخلګوغوښتنی ومني.
دا اول ځل دی چې دحکومت اوداخوان المسلمین دګوند ترمنځ کوم چی دمصر دحکومت لخواڅخه ممنوع اعلان شوی مخامخ خبری کیږی.

 
که څه هم داخوان المسلمین ګوند مخکی لدی څخه له حسن مبارک څخه دسمدستی لری کیدو غوښتنه کړیوه اوله حکومت سره یی دخبرو کولو مخالفت کاوه. خوحسن مبارک چې له ۱۹۸۱ کال څخه دمصرټولواک پاته شوی وو، دمصری اولس هغه غوښتني رد کړیدي چې
 باید نوموړی له واک څخه لاس پرسرشی، البته دومره یی ویلی وو چې راتلونکی سپټمبر میاشت کیدونکی ټآکنو کی به ځان نه کاندیده وی اوحکومت به دمصر اولس ته سپاری.
دغه ټولی هلی ځلی په داسی حال کی روانی دی چې تراوسه پوری هم دقاهری لاری اوکوڅی له مظاهره چیانو څخه ډکی دی، که څه هم تیره ورځ دمصر فوځ غوښتل چې مظاهره چیان دقاهری له مهمی نقطی تحریرڅلورلاری څخه دښاریوطرف ته ګوښه کړی، دتحریر په څلورلاری باندی یولوړرتبه فوځی چارواکی له مظاهره چیانو څخه غوښتی وو چې نوردتحریرڅلورلاره خالی کړی اوپریږدی چې خلګ عادی ژوند ته راوګرځیږی خومظاهره چیانو کلک مقاومت وکړ.
اوټینګاریی وکړ چې دتحریرڅلورلاره به هیڅ کله خالی نکړی، اوحتی ځینی مظاهره چیان دفوځی شوبلو دټایرونو ومخته پریوتل اوناری یی وهلی چې مرګ موقبول دی خو دتحریر څلورلاره به خالی نکړو.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د