افغانستان

نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو له راتګ سره امنیت ښه شوی – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۳ل) : د ځايي اوسیدونکو په وینا له هغې راهیسې چې د نوبهار ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې لوېدلې، په سیمه کې امنیت ښه شوي او د ناامنۍ هغه پيښي چې پخوا معمول ګرځېدلی وي، اوس د طالبانو په واکمني کې د نه شتون سره برابري دي، خصوصا غلاوي، بې ځایه او وخت نا وخت ډزې، د چاودنو او بمباریو ویره او ورسره د الوتکو تګ را تګ کم شوی او د پخوا په پرتله د سیمي اوسیدونکي اوس د امن او ارامۍ احساس کوي.

باید وویل شې چې د دې تر مخه طالبانو د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ ، پوستو او ځینو نورو دولتي تاسیساتو د نیولو خبرونه ورکړی وو، چې د زابل ولایت د امنیتی چارواکو له خوا یې د ځینو پخلی هم شوی وو، خو هغوی ادعا کړې وه چې دوی په خپله خوښه د نوبهار ولسوالۍ او نوري پوستي خوشي کړي، ځکه چې هلته دومره اړتیا نه وه، خو د طالبانو وروستی ویډیويي صحنې چې د طالبانو په رسمي ویب پاڼه – الاماره -کې نشر شوې،په ډاګه کوي، چې د طالبانو او د دلته مېشتو عسکرو تر منځ اوږدې جګړې شوې، او نښې-نښانې داسې هم ښيي، چې د ولسوالۍ عسکر د اوږدې مودې لپاره په محاصره کې پاته شوي.

په ویډیو کې د نوبهار ولسوالۍ ودانۍ مالومیږي چې اکثره برخې يې ړنګې شوې، او همداسې د دغې ولسوالۍ طالبان چې اکثره په وسلو سنبال دي د خپلو مشرانو قومندانانو سره په ګډه په ولسوالۍ کې دننه له سپينو بیرغونو او موټر سایکلونو سره تګ راتګ کوي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په بريښنالیک کې د ویډيو خبرتیا او د ترلاسه کولو لینکونه استولي.
په ویډيو کې ښکاري، چې ډله ډله طالبان د ولسوالۍ ته ننوزي، حکومت بیرغ را کوزوي او خپل سپين بیرغ پرې دروي.
په دغه ویډيويي کلیپ کې چې شاوخوا ۳۴ دقیقې وخت نیسي، ځیني وسلې او مهمات هم ښودل کېږي، چې له پولیسو او امنیتي منسوبینو څخه دوی ته په لاس ورغلي.
په دې ویډيو له ځینو صحنو سره په خوا کې د الاماره سټوډیو خبریال ځای ځای د سېمې له طالب مسؤلینو او ځايي قومندانانو سره د نوبهار د نیولو او په دې ولسوالۍ کې د دوی د ملکي او نظامي فعالیتونو په باب لنډې خبرې اترې هم ترسره کړې.

په ټوله کې له دې ویډيو څخه په سېمه کې د طالبانو پراخ شتون او تر ولکې لاندې سېمې په ډاګه کېږي.

لاندي ویډیو د طالبانو له خوا دوه ورځي وړاندي خپره شوې:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x