افغانستان

کرزی سه شنبې ته ارګ پرېږدي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي چې ولسمشر کرزی پلان لري چې را روانې سه شنبې ته ارګ پریږدي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس عبدالستار سعادت نن خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر کرزی په دې اصرر کوي چې نوی ولسمشر دې حتما د سه شنبې په ورځ لوړه وکړي.

سعادت زیاته کړه چې ولسمشر کرزی په پلان کې لري که د سه شنبې په ورځ د لوړې مراسم ونه شول، دی ارګ پریږدي.

د ټاکنیزو شکایتونو رییس له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې ارګ دې تر هغې نه پریږدي څو نوی ولسمشر اعلان شوی نه وي او د نوي ولسمشر د لوړې مراسم نه وي شوي.

د سعادت په وینا ولسمشر کرزی په نظر کې لري چې واک دواړو مرستیالانو ته انتقال کړي خو دلته ددې هیڅ تضمین نشته چې مرستیالان دې نوي لومړي وزیر ته واک انتقال کړي.

بل پلو ارګ د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ادعاوې رد کړي او ویلي يې دي چې تر هغه مهال نوي ولسشمر لوړه نه وي کړي، ولسمشر کرزی ارګ نه پریږدي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي فرانس پریس اژانس ته ویلي چې کرزي خپل ټول شخصي سامان تیار کړي او د نوي ولسمشر راتګ ته انتظار دی. د فیضي په وینا ولسمشر کرزي ټول کتابونو په پيټیو کې بند کړي دي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر کرزي د یوناما مشر یان کوبیش سره په خبرو کې ویلي ویلي و چې د لوړې مراسم د ستمبر له ۲مې (وږي ۱۱مه) څخه نور نه تمدیدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x