افغانستانخبرونه

د ناټو سرمشریزه کې به د ملي دفاع وزیر ګډون وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۹مه، ۱۳۹۳ل): ولسمشرۍ ماڼۍ کې چارواکي ویلي، چې د ناټو راتلونکې سرمشریزه کې به د افغانستان د ملي دفاع وزیر ګډون کوي.

پخوا تمه کېده چې په دغه غونډه کې به د افغانستان نوی ټاکل شوی ولسمشر ګډون کوي. مګر د ټاکنیزو ناندریو د پراخېدو له امله اوس پرېکړه شوې چې ملي دفاع وزیر دې د افغانستان نمایندګي وکړي. د یادونې وړ ده، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ادعا کړې وه، چې د بریتانیې لومړي وزیر ډیويډ کېمرون عبدالله ته د ګډون بلنه ورکړې وه؛ خو ده د «بوختیاوو» له امله رد کړې ده.

د ولسمشر ویاند، ایمل فیضي اسوشیټېډ پریس خبري آژانس ته ویلي، چې د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي به د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون کوي، که تر هغې نوی ولسمشر ونه ټاکل شي.

فیضي وویل: «موږ تیاری نیسو، چې ملي دفاع وزیر د ناټو سرمشریزې ته واستوو، چې هلته د افغانستان نمایندګی وکړي».
ده زیاته کړه: «که نوی ولسمشر له سرمشریزې لږ مخکې هم جوت شي؛ نو اوسنی ولسمشر به منتخب ولسمشر ته پرېښلیک ورکړي، چې په غونډه کې ګډون وکړي».

تمه ده چې سرمشریزه د سپټمبر په څلورمه او پنځمه په بریتانیا کې ترسره شي. دا غونډه د بریتانیې په تاریخ کې بې ساري ده، چې د نړۍ د دومره مشرانو کوربه توب کوي.

د افغانستان امنیت به د سرمشریزې د بحث له مهمو برخو څخه وي. ناټو غواړي د روان میلادي کال تر پایه خپل جګړه ییز ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوي او جګړه افغاني کړي.

د ناټو دغه سرمشریزه داسې مهال ترسره کېږي، چې تېرې دوې اوونۍ د افغانستان لپاره په امنیتي لحاظ ډېرې خونړۍ وې. طالبانو وکولای شول، چې په فاریاب، بادغیس، کندوز او هلمند ولایتونو کې د حکومتي ځواکونو پر ضد درنې جګړې وکړي.

په سرمشریزه کې به د افغان ځواکونو د تمویل پر مسئلې هم بحث وشی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x