نړۍ

خلیج هېوادونه له قطر سره د اړیکو د پياوړتیا په لټه کې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۳ل): د خلیج د همکارۍ سازمان (جي-سي – سي) د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه مهمه غونډه کې، چې تېره ورځ د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره شوه، د سېمي پر حالاتو په ځانګړې توګه د قطر او د خلیج د نورو هېوادونو تر منځ د را منځته شویو اختلافاتو د لیرې کولو او په همدې پار د یوې تګلارې د چمتو کولو په اړه خبرې اترې وشوې.

د کویټ د بهرنیو چارو وزیر الشیخ صباح بن خالد الصباح غونډې ته په خپله وینا کې د ایران او د خلیجي هېوادونو ترمنځ د اړ یکو پر ښه والي ټینګار وکړ. نوموړي له غونډې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې دا غونډه د خلیج د غړیو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر ښه کولو او د خلیج د همکارۍ سازمان د فعالیتونو او ناستو پر غځولو موافقه وشوه.

نوموړي زیاته کړه، چې د خلیج ټول هېوادونه په ګډه په دې لاره کې د هر ډول پرتو خنډونو له منځه وړلو او په ځانګړې توګه قطر هېواد ته د سعودي، بحرین او عرب اماراتو د سفیرانو د بیا استولو لپاره چمتو او یوه خوله شوي دي.

د خلیج د همکارۍ سازمان په دې غونډه کې د یمن د بهرنیو چارو وزیر جمال السلال هم برخه اخیستې وه. نوموړي په خپل هېواد کې د روان امنیتي او سیاسي بحران په اړه توضیحات ورکړل.

زموږ د سرچینې په وینا، په غونډه کې د یمن د بهرنیو چارو وزیر ته د هر اړخیزو مرستو ډاډ ورکړل شو او پرېکړه وشوه، چې د یمن د روانو ناخوالو د ژره تر ژره ختمولو لپاره به ټول په ګډه لیڅې را بډ وهي.

په دې غونډه کې د یمن او کویټ د بهرنیو چارو وزیرانو سربېره د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل، د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیر الشیخ عبدالله بن زید، د بحرین د بهرنیو چارو وزیر الشیخ خالد آل خلیفه، د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر خالد العطیه ګډون کړی وو.

د دغې ناستې په پای کې اعلامیه خپره شوه.

په اعلامیه کې د خلیج د هېوادونو تر منځ په ورورولۍ، دوستانه او هر اړخیزو مرستو ټېنګار شوی.

همداراز د ایران په شمول له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د متقابل احترام په اساس د اړیکو د پياوړتیا، د سېمې د پرمختګ، سوکالۍ، خپلواکۍ او د خلیج د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او قانوني مقرراتو د رعایت په صورت کې له نورو ټولو هېوادونو سره د مناسبو تعلقاتو په لرلو او پاللو موافقه شوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x