
اوس مو د ورزش له انرژۍ هم ګټه پورته کړئ!
نن ټکی اسیا راپور: د امیریکن کمیکل سوسایټي نړیوالې ادارې یوه نوې آله جوړه کړې چې له یوې بیټرۍ سره د انسان بدن پوری لګول کیږی او د ورزش پر مهال د بدن څخه د وتونکو خولو په واسطه چارجیږی.
د دې آلې ګټه به دا وي، چې د وزرش پر مهال د انسان وتونکې خولې هم نه ضایع کېږي. هم به ورزش کېږي او مصرفېدونکې خولې به بېټرۍ هم چارجوي.
د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون استاذ ډاکټر وینژاوزیا وایي، چې د دی ټیکنالوژۍ په واسطه اوسمهال ۴ مایکرو واټ بیټری چارجیدلای شي. د دې ټیکنالوژۍ د وړتیاوو پر زیاتولو اوس هم څیړنې روانې دي، تر څو وکولای شي چې له دې وسیلې څخه د موبایل او نورو کوچنیو برقي وسایلو لکه لاسي ساعت بیټرۍ د دې ټیکنالوژۍ په واسطه چارج شي.