افغانستان

روزګان: پولیسو خپل قومندان او ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان ولایت مسوولین وايي چې د دې ولایت په چارچینو ولسوالي کې څلورو پولیسو په نیمه شپه کې پر خپل قومندان او دوو نورو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اوړولې دي.

د چارچینو ولسوال محمد اسماعیل وايي چې دغه پېښه پرون شپه د دې ولسوالي په سنګر سیمه کې رامنځ ته شوه، د ده په خبره دغه بریدګر پولیس وروسته له هغه دې پوستې کې پر دندو وګمارل شول چې تر دوی وړاندې څو تنو خپلې دندې پرې ايښې وي او تښتېدلي وو.

د ولسوال په وینا بریدګرو پولیسو د دې پوستې قومندان تازه ګل چې په ډاکټر مشهور و او دوه نور پولیس وژلي دي او ګڼ مهمات يې له ځانو سره وړي دي.

د طالبان ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته ویلي دي چې بریدګر پولیس د دوی کسان و او دوی ته له ګڼو مهماتو سره روغ رمټ رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې پرون هم د روزګان ولایت په دهراود ولسوالي کې د سنګ سراخ له سیمې د تندې جګړې خبرونه ورکړل شو ي دي چې د طالبانو له قوله یوه پوسته يې تر ولکې لاندې راوستې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x